د ایران په جنوب کې په صادراتو کې اته سلنه زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134946-د_ایران_په_جنوب_کې_په_صادراتو_کې_اته_سلنه_زیاتوالی
د ایران جنوب ختیځ اړوند سراوان ګمرک څخه د بېلا بېلو توکو په صادراتو کې د تیر کال په پرتله اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.
(last modified 2023-06-26T03:41:00+00:00 )
Jun 26, 2023 08:08 Asia/Kabul
  • د ایران په جنوب کې په صادراتو کې اته سلنه زیاتوالی

د ایران جنوب ختیځ اړوند سراوان ګمرک څخه د بېلا بېلو توکو په صادراتو کې د تیر کال په پرتله اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ایران جنوب ختیځ اړوند سراوان ګمرک څخه د بېلا بېلو توکو په صادراتو کې د تیر کال په پرتله اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ښار د ګمرک رئیس وایي، د دغه ګمرک له لارې د بېلا بېلو توکو صادرات ډیر شوي دي.

د کوهک سرحدي ګمرک د یوې سوداګریزې لویې لارې په توګه د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت له سراوان ښار څخه په 95 کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د سراوان د ګمرک رئیس منوري د دغه ښار د کوهک له سرحدي بازار څخه د ليدنې په ترڅ کې زياته کړه: د روان کال له پیل څخه تر دې دمه د دغه سرحدي بازار څخه ۱۱۴ زره ټنه صادرات شوي چې دغه کچه د تېر کال په پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړه، په پاکستان کې د ایراني توکو د زیات استعمال له لامله هره ورځ د دې پولې له لارې یاد هېواد ته نږدې ۹۰ بار وړونکو موټرو کې توکې صادریږي چې په کې ساختماني، خوراکي او قیر شامل دی.

سراوان ښار د ۳۸۴ کیلومتره ګډې پولې په لرلو سره له پاکستان سره تر ټولو اوږده پوله لري.