رئیسي: ایران او قطر د همکاریو د پراختیا ښه ظرفیتونه لري
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د قطر د امیر د ټیلیفونی خبرو په ځواب کښې وویل، ایران او قطر له یو بل سره د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو د پراختیا لپاره ښه ظرفیتونه لری.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د قطر د امیر د ټیلیفونی خبرو په ځواب کښې وویل، ایران او قطر له یو بل سره د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو د پراختیا لپاره ښه ظرفیتونه لری.
د ولسمشر ۍ دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د ټیلیفوني اړیکې په ځواب کې هغه او د قطر هېواد خلکو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، ایران تل له قطر سره د اړیکو د کچې په ښه کولو او د همکارۍ په پراخولو ټینګار کړی دی.
رئیسي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګډو پلانونو او موافقو د پراختیا په برخه کې د قطر د امیر او لومړي وزیر له هلو ځلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، ایران د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د فیمابین د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو د پیاوړتیا وسیله ګڼي.
د قطر امیر شیخ "تمیم بن حمد آل ثاني" په دې ټیلیفوني خبرو کې د لوی اختر په مناسبت د ایران ولسمشر او خلکو ته د زړه له کومې مبارکي ورکړه، هغه په ایران کې د اقتصادی ملګرتیاو او پانګونې د زیاتولو لپاره د خپل هیواد چمتووالي ډاډ ورکړ، او زیاته یې کړه، د هغو ښو خبرو او سلامشورو له امله چې د اړیکو د پراختیا په لړ کې ترسره شوي، مونږ په نږدې راتلونکی کې د اقتصادی ملګرتیاو د ګډ کمیسیون د جوړولو لپاره چمتو یو.
د ایران او قطر اړیکې د لویدیځې اسیا په سیمه کې د باثباته او دوستانه اړیکو له جملې څخه دي، چې ښکته پورته شوې وې.
د ایران او قطر د اړیکو سوله ایز او دوستانه اړخ د یو بل سره د مثبت تفاهم او په بهرني سیاست کې د هغوی د چلند نمونه ده.