ایران کښې د ښځینه افغان معلمانو روزنه
-
فایل فوټو
د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو دوو کالو کښې افغانستاني ښوونکو ته په ماډرن طریقو د تدریس د مهارتونو د ورزدکړې زمینه برابر کړې ده.
د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو دوو کالو کښې افغانستاني ښوونکو ته په ماډرن طریقو د تدریس د مهارتونو د ورزدکړې زمینه برابر کړې ده.
یونیسکو پرون وویل: ۵۰۰ افغان معلمانې د دې ارګان او د جاپان د حکومت په همکارۍ سره، د ایران په پوهنتونونو کښې د ښوونې له نویو طریقو سره اشنا شوې دي. د دغه افغان میرمنو د تدریس پروګرام د ۲۰۲۲ کال له اوایلو پیل شو او لاهم دوام لري.
دغه نړیوال ارګان څرګنده کړې، هغه کابو ۹ زره افغانستاني زده کوونکي چې د ایران په مختلفو ښارونو کښې اوسیږي، په غیرمستقیمه توګه له دې مهارتونو ګټه پورته کوي.
د تسنیم په وینا، یونسکو زیاتوي چې د دې پروګرام د پیلولو موخه په ایران کې د افغان ښځینه ښوونکو د هغو مهارتونو او پوهې په برخه کې مرسته ده چې دوي ورته اړتیا لري تر څو په ایران کې افغان کډوالو ته، خپلو رسمي ښوونځیو تر ستنېدو پورې د لوړ کیفیت زده کړې ورکړي.
دغه ارګان ټینګار کوي، په دې پروګرام کښې هم داشان معلمانو ته روزنه ورکړې شوې چې له زده کړې دغو پاتې او له کړکیچه اغیزمن شویو ماشومانو څخه رواني او نفسیاتي ملاتړ وکړي او مرسته یې وکړي چې له نوي چاپیریال سره بلد شي.