د ایران او بنګلادیش اړیکې ژورې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135540-د_ایران_او_بنګلادیش_اړیکې_ژورې_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دواړو  اسلامي هیوادونو اړیکې ژورې وبللې او دواړه هیوادونه یې د زاړه تمدن څښتن وګڼل.
(last modified 2023-07-10T07:33:05+00:00 )
Jul 10, 2023 12:00 Asia/Kabul
  • د ایران او بنګلادیش اړیکې ژورې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دواړو  اسلامي هیوادونو اړیکې ژورې وبللې او دواړه هیوادونه یې د زاړه تمدن څښتن وګڼل.

د ولسمشریزې ماڼې له راپور سره سم، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تهران کې د بنګلادیش د نوی سفیر کریم خان چودری د باورلیک د لاسلیکولو پر مهال تجارت او اقتصاد د ایران او بنګلادیش تر مینځ د اړیکو د پراختیا تر ټولو مهم ډګر وبلل.

رئیسي د دې په بیانولو چي د ایران او بنګلادیش تر مینځ  د اړیکو اوسنۍ سویه ظرفیتونو ته په کتو سره، د منلو وړ نه ده، د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریو د یو میلیارد ډالریز هدف د ټاکل کېدو غوښتونکی شو.

د بنګلادیش نوی سفیر منجورول کریم خان چودري هم دغه ملاقات کې د ایران او د بنګلادیش  د ولسونو تر مینځ ژورو فرهنګي او مذهبي پیوندونو ته په اشارې سره، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ او وویل:

له ګاونډیو، اسلامي او سیمې هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په لړ کې د ایران د حکومت د بهرني سیاست بریالیتوبونه د پام وړ دي،