د روسیې سفیر د ایران د خارجه وزارت له لورې احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135628-د_روسیې_سفیر_د_ایران_د_خارجه_وزارت_له_لورې_احضار_شو
د روسیې او د فارس خلیج د همکاریو د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په وروستۍ بیانیه کې په نړیواله محکمه کې د ایران د بوموسی، کوچنی تنب او لوی تنب ټاپوګانو باندې د امارات د دعوا له څېړلو ملاتړ شو دی.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jul 12, 2023 13:15 Asia/Kabul
  • د روسیې سفیر د ایران د خارجه وزارت له لورې احضار شو

د روسیې او د فارس خلیج د همکاریو د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په وروستۍ بیانیه کې په نړیواله محکمه کې د ایران د بوموسی، کوچنی تنب او لوی تنب ټاپوګانو باندې د امارات د دعوا له څېړلو ملاتړ شو دی.

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یادې اعلامیې په اعتراض کې د روسیې سفیر یې احضار کړ او اعلامیه یې مردوده وباله.

د فارس خلیج په چارو کې د ایران د خارجه وزارت مرستیال علیرضا عنایتي په تهران کې د روسیې سفیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چي د بوموسی، کوچنی تنب او لوی تنب دریو ټاپوګانو د ایران پورې تړاو لري او د تل لپاره به تهران سره پاتي شي، هغه د روسیې څخه غوښتنه وکړه چي په دې زمینه کې خپل دریځ اصلاح کړي.

په تهران کې د روسیې سفیر د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوی په ټینګار سره، وویل چي دا مساله به مسکو ته ورسوي.

له دې مخکې هم د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي هم د روسیې او د فارس خلیج د شورا اعلامیه یې مردوده وباله.

هغه ټینګار وکړ چي د بوموسی، لوی تنب او کوچنی تنب ټاپوګان ایران پورې تړاو لري او په دې هکله باندې د غرضناکه اعلامیو صادرېدا، له ګاونډیانو او سیمو سره له دوستانه اړیکو سره په ټکر کې دي.