رئیسي:
ایران او کنیا د همکاریو لپاره زیاتو ظرفیتونو څخه برخمن دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو چي ایران او کنیا د همکاریو له زیاتو ظرفیتونو برخمن دي، وویل: د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لس چنده کېدل مو ټاکلی هدف دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د چهارشنبې په ورځ کنیا ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد له ولسمشر ویلیام روتو سره په کتنه کې، خبریالانو ته وویل: ایران ټولو افریقایي هیوادونو ته د دوستی لاس ورکوي او د ایران او کنیا تر مینځ دغه دوستانه اړیکې له مخکې نه پیاوړي کېدایشي.
رئیسي د ایران او کنیا تر مینځ په مختلفو ډګرونو کې د همکاریو د پراختیا په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: ایران توانېدلی دی چي د اسلامي انقلاب په برکت او د معظم رهبر په لارښوونو سره، د بندیزونو او ګواښونو په وړاندې ودریږي او په اقتصادي، علمي او ټکنالوژی ډګرونو کې پرمختګ وکړي.
د کنیا ولسمشر ویلیام سامویي روتو هم په دغه غونډه کې وویل چي ایران سره مو هوکړه کړې ده چي په کنیا کې راته د ګاډو د جوړولو کارخانه جوړه کړي او ایراني ګاډې په سواحیلې نومونو سره، راته په کنیا کې تولید کړي.
هغه یادونه وکړه چي د کنیا غېږه د ایراني سوداګرو په مخ خلاصه ده، او د ایران له پانګونو څخه هرکلی کوي.
د دواړو هیوادونو پلاوي د اړیکو، شیلات، کړهنې او روغتیا په ډګرونو کې د همکاریو پنځه هوکړې لاسلیک کړي دي.