ځوان نسل باید د نوښتګرو تبلیغاتو د توجه مرکز وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135636-ځوان_نسل_باید_د_نوښتګرو_تبلیغاتو_د_توجه_مرکز_وي
د اسلامي انقلاب ستر لارښود وویل: ځوان نسل د هیواد د راتلونکي د جوړوونکو او مالکانو په مقام کې، باید د نوښتګرو او په نویو وسایلو اوطریقو ولاړو تبلیغاتو د پاملرنې مرکز وګرځیږي.
(last modified 2023-07-12T09:43:39+00:00 )
Jul 12, 2023 14:10 Asia/Kabul
  • ځوان نسل باید د نوښتګرو تبلیغاتو د توجه مرکز وي

د اسلامي انقلاب ستر لارښود وویل: ځوان نسل د هیواد د راتلونکي د جوړوونکو او مالکانو په مقام کې، باید د نوښتګرو او په نویو وسایلو اوطریقو ولاړو تبلیغاتو د پاملرنې مرکز وګرځیږي.

د ایت الله خامنه ای د دفتر د راپور له مخې د اسلامي انقلاب مشر نن د محرم د میاشتې په درشل کې د علمیه حوزې له فاضلانو، طلابو او  مبلغانو سره په کتنه کې، پر څېړنې ولاړ تبلیغاتي فعالیتونو ته د  هیواد ضرورت تر اوسنیو فعالیتونو ډېر زیات وباله او د د تبلیغ او د هغه د ظرایفو په باره کې د قران مجید په مختلفو ایتونو په استناد سره یې وویل: د خدای دین  په خلکو کې له صحیح تبلیغ پرته پرځایښت نه مومي.

 د وي په علمیه حوزو او د لویو عالمانو په سیرت کې د تبلیغ د پخوانیو طریقو اهمیت ته په اشارې سره وویل:  د حوزو په دندو کې د تبیلغ لومړیتوب د اسلامي جمهوریت له جوړېدو وروسته دوه ګونی شو ځکه چې  پر دین د متکي سیاسي نظام راتګ  له  اسلام سره د مستکبرانو دښمني زیاته کړې ده.

 د رهبرۍ ستر مقام د خلکو ایمان د اسلامي نظام د ټینګښت ستنه وبلله او وې ویل: د نظام ساتنه او په حقیقت کې د خلکو د ایمان ساته  تر ټولو لوی واجب دی د دې په ترڅ کې چې په اوسنۍ زمانه کې تبلیغات په علم او د وسایلو په تېره بیا د انټرنیټ او مصنوعي هوش په زیاتېدو  او نویو طریقو په تکیې سره ډېر زیات شوی دی پر دې اساس عقل حکم کوي چې د دښمنانو د تبلیغاتو د خونړیو  تورو پر وړاندې تبلیغ تر ټولو لومړی لومړیتوب دی.