ایران او چین په مختلفو ډګرونو کې خپلې همکارۍ پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135642-ایران_او_چین_په_مختلفو_ډګرونو_کې_خپلې_همکارۍ_پراخوي
په چین کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره، په ملاقات کې وویل: تهران د دواړو هیوادونو د مشرتابه و تر مینځ د اجماع په موخه بیجینګ سره خپلې اړیکې پراخوي.
(last modified 2023-07-12T22:02:03+00:00 )
Jul 13, 2023 02:26 Asia/Kabul
  • ایران او چین په مختلفو ډګرونو کې خپلې همکارۍ پراخوي

په چین کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره، په ملاقات کې وویل: تهران د دواړو هیوادونو د مشرتابه و تر مینځ د اجماع په موخه بیجینګ سره خپلې اړیکې پراخوي.

ایران او چین په تېرو کلونو کې په دریو ډګرونو یعني سیاسي ـ اقتصادي، دفاعي او جئوپولیټیک برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي دي چي د ۲۵ کلونو همکاریو استراتیژیک سند هم په دغه چوکات کې  د دواړو هیوادونو تر مینځ لاسلیک شوی دی.

په چین کې د ایران د اسلامي جمهوریت نوی سفیر محسن بختیار تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال دنګ لی سره، په کتنه کې ټینګار وکړ چي ایران د چین د یوې لارې یو کمربند له پروژې څخه ملاتړ کوي او غواړي په دغه طرحه کې چین سره ملګرتیا وکړي.

د چین د خارجه وزارت مرستیال هم وویل: تهران د بیجینګ استراتیژیک ملګری دی او چین له ایران سره د اړیکو پراختیا د خپل بهرني سیاست لومړیتوب ګڼي.