د ایران د کورنیو چارو وزیر:
افغان کډوال د ایران لپاره امنیتي ننګونه نه ده
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دغه هیواد کښې د څه دپاسه ۵ میلیونو افغان مهاجرینو شتون ته په اشارې سره وویل: دغه مهاجرین د ایران لپاره امنیتي ننګونه نه رامینځته کوي.
د اوا له راپور سره سم، احمد وحیدي له خبریالانو سره په مرکه کې په ایران کې د افغان مهاجرینو د شمیر او د هغوی د څارنې او تنظیم د څرنګوالي په اړه وویل: موږ دقیق احصایې نه شو ویلای، خو د شمیر په اړه اټکلونه کولای شو. په ایران کې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو ډېر دی.
ده په دوام کې وويل: امنيتي ارګانونه خپل کنټرول او څارنه لري، خو د مهاجرينو اداره زياتې څارنې ته اړتيا لري او هيله لرو چې د مهاجرت ملي اداره چې موږ يې وړانديز کړى دى، په پارلمان کې تصويب شي، ځکه چې موږ پياوړي جوړښت ته اړتيا لرو.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغان مهاجرینو دغه شمیر ښايي د ایران لپاره امنیتي ننګونه رامنځته کړي؟ هغه وويل: نه، البته، کېدای شي په هره ټولنه کې امنيتي ستونزې وي، خو په ټوليزه توګه کشفي ارګانونو موږ ته داسې راپور نه دی راکړی او که کوم راپور وي، ورسره به چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یوې ورځپاڼې د یوه کارپوه سره د مرکې په خپرولو سره ویلی و چې افغان کډوال د ایران لپاره امنیتي ننګونه رامنځته کړې ده چي دا مساله د ایران د کورنیو چارو وزیر له لورې مردود وبلل شوه.