د ایران ولسمشر د شیخ عفیف نابلسی د وفات تسلیت وړاندې کړ
Jul 15, 2023 10:12 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د لبنان د حزب الله سرمنشي سید حسن نصرالله ته د وتلی مجاهد او عالم شیخ عفیف نابلسی د وفات د امله تسلیت وړاندې کړ.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغه پیغام کې د دغه مجاهد عالم له وفات څخه د خواشینۍ د څرګندولو په ترڅ کې د متعال خدای له درباره هغوی ته مغفرت او د هغوی کورنۍ د صبر او زغم غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په یوه پیغام کې د غمشریکی په څرګندولو سره، شیخ عفیف نابلسی د فلسطین د مظلوم ولس او په لبنان کې د مقاومت لپاره یو ستر ملاتړ وباله.
شیخ عفیف النابلسي د لبنان له وتلیو عالمانو او د مقاومت ملاتړ او د صهیونیست رژیم سخت دښمن وو چي تېره ورځ د ناروغتیا د امله وفات شو.
ټیګونه