په ایران کې د هند سفیر:
د چابهار بندر هند ته ښه فرصت برابر کړی دی
په تهران کې د هند سفیر ویلي چي په ایران کې د چابهار بندر د سیمې د اقتصادي بدلونونو لامل کېدایشي او هند لپاره د سوداګریو ښه فرصت برابروي.
د ایرنا له راپور سره سم، په تهران کې د هند سفیر رودرا ګاوراو شرست تېره ورځ د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار له بندر څخه د کتنې پر مهال د دې په بیانولو چي دغه بندر د سیمې، اورآسیا او حتی اروپا تر مینځ د سوداګریو لپاره ځانګړی فرصت برابروي، وویل: د شانګهای د تړون غړیو هیوادونو کولایشي د چابهار له ټرانزیتي ظرفیتونو ګټه اوچت کړي.
د هندوستان سفیر جوته کړه: د شمال او جنوب تر مینځ نړیوال کرېډور کولایشي په مرکزي اسیا کې په وچو کې محصور هیوداونو ته د ټرانزیت لپاره یوه پر امنه لاره برابره کړي څو د هند بحیرې او نړیوالو اوبو ته لاسرسي وموندي.
په سیستان او بلوچستان کې د چابهار بندر د ایران یوازنی اقیانوسیه بندر دی چي د مکران د سیند په څنډه کې دی او د هند بحیرې ته لاسرسی لري.
د چابهار بندر د استراتیژیک موقعیت، نړیوالو اوبو ته د لاسرسی او د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان، قرقیزستان او قزاقستان ته د نژدېوالی د امله ځانګړی اهمیت لري.