د ټول ایران خلک د قران کریم د سپکاوي پرضد مظاهرې کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی نن په ټول اسلامي ایران کښې د جمعې له لمونځونو وروسته قران مجید ته د سپکاوي د غندلو لپاره مظاهرې ترسره کیږي.
د «سلوان مومیکا» په نوم یوه سړي چې د جون د میاشتې په اتویشتمه نیټه یې په سویډن کښې قران کریم ته سپکاوی کړی و پرون د دوهم ځل لپاره د دغه هیواد له پولیسو څخه د اجازې له ترلاسه کولو وروسته د قران مجید سپکاوی وکړ.
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا په یوې خبر پاڼه کښې په سویډن کښې قران کریم ته د سپکاوي د غندلو په ترڅ کښې د نړۍ له ټولو ازادي غواړو او موحدانو وغوښتل چې د الهي دینونو د نړیوالو ازادګانو او د مسلمانانو په څنګ کښې له نفرت رامینځته کونکي او سپیڅلتیاو ته د سپکاوي له پلید سیاست سره مقابله وکړي او دغه نفرت رامینځته کونکی اقدام چې له اسلام څخه د خلکو د ویرولو ، د نړۍ د ناامنه کولو او په دنیا کښې د تاوتریخوالي او د سرزورۍ د پیاوړي کولو په هدف سره ترسره کیږي مقابله وکړي.
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا دغه راز له خارجه وزارته وغوښتل چې د نورو اسلامي هیوادونو په ملګرتیا سره له سویډن سره په خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو کښې بیا کتنه وکړي.
په همدې ارتباط پرون مازیګر په تهران کښې د سویډن سفیر د قران کریم په بیا سپکاوي باندې اعتراض کښې د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شو او هغه ته د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض ورسول شو.