د سویډ سفیرایران ته د ستنیدواجازه نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136044-د_سویډ_سفیرایران_ته_د_ستنیدواجازه_نلری
د ایران خارجه وزیر ښاغلی حسین امیر عبداللهیان وویل د اسلامي ایران د ولسمشر په حکم د سویډ نوې سفیر تر هغه وخته چی د دغه هیواد حکومت د اسلامي سپیڅلتیاو له دوامداره سپکاوی سره د مقابلې لپاره جدی اقدام ترسره نکړی ایران ته به د ستنیدا اجازه ونلری .
(last modified 2023-07-22T20:56:21+00:00 )
Jul 22, 2023 09:16 Asia/Kabul
  •  د سویډ سفیرایران ته د ستنیدواجازه نلری

د ایران خارجه وزیر ښاغلی حسین امیر عبداللهیان وویل د اسلامي ایران د ولسمشر په حکم د سویډ نوې سفیر تر هغه وخته چی د دغه هیواد حکومت د اسلامي سپیڅلتیاو له دوامداره سپکاوی سره د مقابلې لپاره جدی اقدام ترسره نکړی ایران ته به د ستنیدا اجازه ونلری .

د ایران پرس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان  همداراز د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر توبیاس بلستروم سره په ټلفوني خبرو کې ویلي چې د قرآن او نورو سپېڅلو دینونو د سپېڅلو کتابونو سپکاوی په هر ځای کې د هر شخص له خوا او په هر حالت کې په کلکه غندو او د بیان د آزادۍ په پلمه د دغه ډول اعمالو تکرار د منلو وړ نه دی .

امیر عبداللهیان ټینګار کړی چې که د ابراهیمي دینونو او نورو سپېڅلو کتابونو په اړه دا کار وشو، نو د غندنې تر څنګ باید د دغه ظالم بهیر غړی ونیول او محاکمه شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د دې بیان تر څنګ زیاته کړه ، د دغه کار ترسره کوونکی د نه بخښلو وړ  باید ونیول شي، محاکمه او د خپلو اعمالو حساب ورسره وشي، له دې پرته، سویډن باید د اسلامي هېوادونو قاطع پرېکړو ته انتظار وباسي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه ټلفوني اړیکه کې ویلي چې د سویډن حکومت د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآنکریم سپکاوی غندي.