د اقتصادي اړیکوپراختیا ته د ایران او صربستان پام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136152-د_اقتصادي_اړیکوپراختیا_ته_د_ایران_او_صربستان_پام
سید ابراهیم رییسي د اتبار په ورځ له ولادیمیر اورلیچ سره په کتنه کې په بالکان سیمه کې له ارامښت ، سولې او ثبات د اسلامی ایران پر ملاتړ په ټینګار او د دې خبرې په کولو سره ایران د دغې سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د سویې د پیاوړتیا لپاره خنډ نه وینی ، د ظرفیتونو د پیژندلو په ضرورت او همداراز د ایران او صربستان په ګډ کمیشن کې د اړیکو د پراختیا د لارو چارو په ټاکلو ټینګار وکړ .
(last modified 2023-07-24T09:27:23+00:00 )
Jul 24, 2023 13:56 Asia/Kabul
  • د اقتصادي اړیکوپراختیا ته د ایران او صربستان پام

سید ابراهیم رییسي د اتبار په ورځ له ولادیمیر اورلیچ سره په کتنه کې په بالکان سیمه کې له ارامښت ، سولې او ثبات د اسلامی ایران پر ملاتړ په ټینګار او د دې خبرې په کولو سره ایران د دغې سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د سویې د پیاوړتیا لپاره خنډ نه وینی ، د ظرفیتونو د پیژندلو په ضرورت او همداراز د ایران او صربستان په ګډ کمیشن کې د اړیکو د پراختیا د لارو چارو په ټاکلو ټینګار وکړ .

 

د اسلامي ایران ولسمشر د صربستان د پارلیمان له مشر سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو اړیکي په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي زمینو کی د زیاتې پیاوړتیا او پراختیا اړمنې وبللې .

سید ابراهیم رییسي د اتبار په ورځ له ولادیمیر اورلیچ سره په کتنه کې په بالکان سیمه کې له ارامښت ، سولې او ثبات د اسلامی ایران پر ملاتړ په ټینګار او د دې خبرې په کولو سره ایران د دغې سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د سویې د پیاوړتیا لپاره خنډ نه وینی ، د ظرفیتونو د پیژندلو په ضرورت او همداراز د ایران او صربستان په ګډ کمیشن کې د اړیکو د پراختیا د لارو چارو په ټاکلو ټینګار وکړ .

د ایران او صربستان اړیکي د یوګسلاوی د اصلی میراث لرونکی او د ناپیلی غورځنګ د یوه بنسټ ګر په توګه زاړه دي  او د دغو دواړو هیوادونو د اړیکو تاریخ باید له منفی ټکیو خالی وبالو . صربستان اوس د ناپیلی غورځنګ د څارونکی غړی په توګه د اسلامی ایران په شمول د دغه غورځنګ له غړیو هیوادونو سره ښې اړیکی او ملګرتیا لری او دواړو هیوادونو په تیره یوه لسیزه کی په مختلفو حوزو په تیره بیا کلتوری اواقتصادي زمینو کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا غوښتونکی دي .

په تیرو څو کلونو کې تهران او بلګراد ترمینځ د ایرانی او صربستانی چارواکو سفرونه هم زیات شوي دي چی پکې د ۲۰۲۱ میلادی کال په اپریل کې تهران ته د صربستان د خارجه وزیر او بلګراد ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سفر او د ۲۰۲۲ میلادی کال په دسمبر کې د صربستان له ولسمشر سره اوخارجه وزیر سره کتنې ته اشاره کولی شو . همداراز د ایران او صربستان ولسمشرانو د ۲۰۲۲ په می میاشت کې په ټیلی فونی خبرو کې د تهران او بلګراد د اړیکو او تعاملاتو د زیاتیدا غوښتنه وکړه .

خو د ایران له اقتصادي ظرفیتونو او په اروپا کې د صربستان د مناسب موقعیت سره سره د دواړو لورو تجارتي راکړو ورکړو اندازه د دواړو هیوادونو د ښو سیاسی اړیکو سره همسویه ندي زیاتې شوی او یووخت د بایکاټونو او کرونا په دلیل کمې شوي هم دي . د بیلګې په توګه ایران په ۲۰۲۰ میلادی کال کې صربستان ته کابو ۱۶ میلیون ډالره او دغه هیواد هم ایران ته د اوه میلیون ډالرو شیان صادر کړي دي ، په داسې حال کی چی په ۲۰۱۸ میلادی کال کې د دواړو لورو تجارتي اندازه په کال کی ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسیدلی وه .

له دې  سره سره د اقتصادي تعاملاتو دپیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو ژمنه یوځل بیا د ایران او صربستان د تجارتي اړیکو بهیر پراخ کړی دی او د صربستان جمهوریت د تجارتي کوټې د راپور په اساس د دواړو هیوادونو د تجارتی راکړو ورکړو ټول ارزښت او همداراز په ۲۰۲۱ کال کی صربستان ته د ایران د صادراتو ارزښت د ۲۰۲۰ کال په نسبت په ترتیب سره  ۱۱۵.۲ او ۱۸۷.۶ فیصده وده درلودلی ده .

په عین حال کې ټاکل شوی ده د سږمیلادی کال په اکتوبر یا نومبرکې د ایران او صربستان ګډ اقتصادي کمیشن تهران کې ترسره شی او له دې سره په یووخت د صربستان تجارتی پلاوی به هم ایران ته سفر وکړی .

څرګنده ده د کرهڼې ، ټوریزم او صنعت په شمول په مختلفو حوزو کې د دواړو هیوادونو ظرفیتونه زیات دي او د اسلامی ایران او صربستان د چارواکو اراده هم د ملګرتیا پیاوړتیا په تیره بیا اقتصادي زمینه کې ده . تهران ته دصربستان د پارلیمان د مشر سفر هم د پارلیماني ملګرتیاو د پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو په اړیکو چټکتیا هم په همدې چوکاټ کې د ارزولو وړ ده .

د صربستان د پارلمان مشر هم د بالکان سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل مونږه نه یوازې د اړیکو د سویې د زیاتولو لپاره چمتووالی لرو بلکې دغه هدف ته د رسیدا لپاره کوشش کوو او د اړیکو د پراختیا او مذبوتیا په لړ کې به د دواړو هیوادونو د ګډ کمیشن ترسره کول په پریکنده توګه اغیزمن وی . د صربستان د پارلیمان مشر همدارنګه  په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړه مننه وکړه.