د پردیو لاسوهنه یوازې مسلې پیچلي کوي
ښاغلی رییسي د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د سیمې د هیوادونو د پولو ځای په ځای کول او جیوپولیټیک بدلون نه منی زیاته کړه ایران د سیمې د ټولو هیوادونو له مځکنی بشپړتیا او د حاکمیت د حق ملاتړ کوی .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ارمنستان له خارجه وزیر سره په کتنه کې د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د سولې له مزاکراتو د تهران د ملاتړ په اعلانولو سره ټینګار وکړ د پردیو لاسوهنه یوازې مسلې پیچلي کوي .
ښاغلی رییسي د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د سیمې د هیوادونو د پولو ځای په ځای کول او جیوپولیټیک بدلون نه منی زیاته کړه ایران د سیمې د ټولو هیوادونو له مځکنی بشپړتیا او د حاکمیت د حق ملاتړ کوی .
ده همداراز د دواړو هیوادونو د اړیکو د سویې د زیاتې پیاوړتیا په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چی اسلامی ایران له ارمنستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ خنډ نه وینی .