دقران د سوزولو اقدام غیرعقلاني غبرګونونوته د مسلمانانود مجبورولو لپاره وو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136352-دقران_د_سوزولو_اقدام_غیرعقلاني_غبرګونونوته_د_مسلمانانود_مجبورولو_لپاره_وو
جلالی زیاته کړه د اسلامی انقلاب معظم لارښود او په اسلامی هیوادونوکې د اسلام د سپیڅلی دین عالمان په بشپړه دانا او خلاصو سترګو سره شرایط څاري او دغه ډول کړچارونو او اعمالو په نسبت په ځیرتیا سره فیصله کوی
(last modified 2023-07-29T04:59:29+00:00 )
Jul 29, 2023 09:25 Asia/Kabul
  • دقران د سوزولو اقدام غیرعقلاني غبرګونونوته د مسلمانانود مجبورولو لپاره وو

جلالی زیاته کړه د اسلامی انقلاب معظم لارښود او په اسلامی هیوادونوکې د اسلام د سپیڅلی دین عالمان په بشپړه دانا او خلاصو سترګو سره شرایط څاري او دغه ډول کړچارونو او اعمالو په نسبت په ځیرتیا سره فیصله کوی

 

د ایرنا له راپور سره سم په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالی د ماسکو په خاتم الانبیا جومات کې د حسینی عاشورا په دستوروکې ټینګاروکړ لویدیځ هیوادونه دې پوهه شي چی په دغه ډول اقداماتو سره مسلمانان غیرعقلاني غبرګونو ته نشي مجبورولې .

جلالی زیاته کړه د اسلامی انقلاب معظم لارښود او په اسلامی هیوادونوکې  د اسلام د سپیڅلی دین عالمان  په بشپړه دانا او خلاصو سترګو سره شرایط څاري او دغه ډول کړچارونو او اعمالو په نسبت  په ځیرتیا سره فیصله کوی .

د دغو دستورو په پای کی حسینی ویرجنو او لمونځ کونکیو د لبیک یا حسین ع او لبیک یا قران شعارونه ورکړل .

د جولای په ۲۰ سلوان مومیکا د سویډ د پولیسو په بشپړه ملاتړ سره په وروستیو اونیو کې د دوهم ځل لپاره د قران کریم سپکاوی وکړ .

له دغه اقدام وروسته په ډنمارک کی یوې ښی پالې افراطی ډلې هم په کوپن هیګ کې د عراق د سفارت په وړاندی د قران کریم یوه نسخه وسوزوله .