مشهد کښې د عربستان کنسولګرۍ کار پیل کړ
Aug 13, 2023 16:35 Asia/Kabul
د ایران په شمال ختیځ کښې په خراسان رضوي ولایت کښې د ایران د خارجه وزارت د نمایندګۍ مشر «محمد بهشتي منفرد» وویل په مشهد مقدس کښې د عربستان کنسولګرۍ په رسمي ډول په یوه هوټل کښې خپل فعالیت پیل کړ.
هغه نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل په مشهد کښې د سعودي عربستان کنسولګرۍ په دغه ښار کښې د ایران د خارجه وزارت د نمایندګۍ دفتر ته په رسمي لیک استولو سره د موقته ځاې په توګه د مشهد په یوه هوټل کښې له پرون څځه خپل رسمي فعالیت اعلان کړ.
ایران او عربستان اوس اړیکې عادي کړي دي.