په افغانستان کښې باید ټولشمول حکومت رامینځته شي.
(last modified Tue, 15 Aug 2023 23:49:38 GMT )
Aug 16, 2023 04:19 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې باید ټولشمول حکومت رامینځته شي.

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو او د دغه هیواد د ښاریزو د مشکلاتو په حل کولو ټینګار وکړ.

حسین امیر عبداللهیان پرون د افغانستان په چارو کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې له ځانګړي استازي او د سرمنشي له مرستیال طارق علي بخیت سره په کتنه کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د نهه سوه(۹۰۰) کلومیټره ګډ سرحد په لرلو سره د دغه هیواد د بدلونونو په هکله حساسیت لري او له اوسني حالته د افغانستان د وتلو حل لاره د دغه هیواد د ټولو قومي او مذهبي ډلو په شتون سره د یوه ټولشموله حکومت جوړیدل  ګڼي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ایران کښې د افغانستان کډوالو ته د نړیوالو بشر دوستانه مرستو په رسولو ټینګار وکړ او په افغانستان کښې د انساني او د معیشتي روانو مشکلاتو د حل لپاره د فعالیتونو د زیاتولو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان په چارو کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې ځانګړي استازي او د سرمنشي مرستیال علي بخیت هم په دغه کتنې کښې د افغانستان د حالاتو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت رول ډیر مهم او رغنده وباله او د افغانستان د مشکلاتو په ختمولو کښې یې د ایران د هڅې او د نظرونو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه