هیرمند تړون ته پاې بندۍ د رغنده تعاملاتو مثبته نښه ده
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وویل د هیرمند د اوبو د تړون ځینو مادو ته د افغانستان پاې بندۍ د ښه ګاونډیتوب او د اعتماد په رامینځته کولو کښې د رغنده تعاملاتو د پیلیدا مثبته نښه ده.
هغه په یوه ټویټر پیغام کښې د دهراود د اوبو د اندازې د معلومولو له مرکز څخه د ایران د فني پلاوي د وروستۍ کتنې په هکله ولیکل: د دهراود د اوبو د اندازې د معلومنو له مرکز څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د فني ټیم کتنه چې د عادي د اوبو کال د سنجونې اساس دی د اعتماد د رامینځته کولو او په ښه ګاونډیتوب کښې د رغنده تعاملاتو د پیلیدا مثبته نشانه ده.
حسن کاظمي قمي زیاته کړه د افغانستان د دهراود د اوبو د اندازې د معلومولو مرکز ته د ایران د استول شوي پلاوي د کارپيژاندو د نظر پراساس چې په دغه مرکز کښې یې د اوبو بهیر ولید او د هغه اندازه یې معلومه کړي ده د تیریدا په حال کښې د اوبو د بهیر اندازه د نارمل د اوبو کال د میاشتې له اندازې څخه کم راپور شوی دی.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ډاګینه کړه:هیله کیږي چې د هیرمند له سین څخه د ایران د اوبو د حق اندازه په سم ډول او په عدالت سره معلومه شي او د هیرمند د تړون د دریمې مادې د «ب» مادې پراساس هغه ایران ته وسپارل شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني حکومت چې د ایران د اوبو د حق د تامینولو ادعا یې کوله د هیرمند سیند د پاسه په نیمروز ولایت کښې د کمال خان ډیم په جوړولو سره عملا د دغه تړون د اجرا مخه ونیوله چې د ایران په خاوره په تیره بیا په سیستان و بلوچستان ولایت کښې یې د هیرمند سین د ګیرچاپیر سیمو د بوټو، د ځناورو او د انسانو ژوند ته ډیر تاوانونه ورسول.