ایران د ډانمارک او د سویډن شارډز افیران احضار کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی په سویډن او ډانمارک هیوادونو کښې سپیڅلي او نوراني قران کریم ته د سپکاوي له دوام وروسته د دغو دوو هیوادونو شارډز افیران د ایران خارجه وزارت ته احضار کړی شول.
د ایران د خارجه وزارت د بشري حقوقو د ادارې مرستیال په سویډن او ډانمارک اروپايي هیوادونو کښې قران کریم ته د سپکاوي د ناوړه او له سپینې سترګي توب څخه د ډکو اقداماتو د دوام په کلک ډول غندلو سره د دغو دوو هیوادونو شارډز افیرانو ته په وینا کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت د قران کریم د سپکاوي د جدي پایلو او بشپړه مسوولیت د سویډن او د ډانمارک هیوادونو ته متوجه ګڼي.
د ایران د خارجه وزارت د بشري حقوقو د ادارې مرستیال د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي یې وو د قران کریم د سپکاوي او د جنایتکارو کسانو ملاتړ د اسلامي دنیا په مقابل کښې د جنګي چمتووالي د نیولو په معنا دی د دغه خطررامینځته کونکو او له دسیسې د ډکو اقداماتو د تکرار په هکله خبرداری ورکړ.
د سویډن او د ډانمارک هیوادونو شارډز افیرانو هم د قران کریم د هرډول سپکاوي په غندلو کښې د خپلو هیوادونو د دریځونو په یادونې سره وویل چې د ایران اعتراض به زر خپلو حکومتونو ته ورسوي.
په ډانمارک او سویډن کښې له تیرو څو کلونو راهسې د قران کریم سپکاوي او قران کریم ته اور اچول دوام لري چې دا له اسلام سره د اروپايي هیوادونو د سترې دښمنۍ ښودنه کوي.