ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې اتل دی
په سویټزرلینډ کښې د ایران سفارتخانې ویلي چې ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې اتل دی او په لویدیځې آسیا کښې د داعشي او تکفیري ترهګرۍ په مونډ ایستلو کښې یې مهم رول لوبولی دی.
په سویټزرلینډ کښې د ایران سفارتخانې ویلي چې ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې اتل دی او په لویدیځې آسیا کښې د داعشي او تکفیري ترهګرۍ په مونډ ایستلو کښې یې مهم رول لوبولی دی.
په سویټزرلینډ کښې د ایران سفارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې خبرپاڼې کښې چې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ په لاس چې لاسونه یې د ایران د ۱۷زره کسانو په وینو سره دي، د ایران د وخت د ولسمشر او وزیراعظم شهید محمد علي رجايي او شهید محمد جواد باهنر د مظلومانه شهادت په رایادولو سره وویل: ترهګري نړیواله ستونزه ده او د هغې جرړه ایستل اغیزناکې نړیوالې ملګرتیا ته ضرورت لري.
په دغې خبرپاڼې کښې هم داشان راغلي دي: په خواشینۍ سره ځینې لویدیځ حکومتونه د ترهګرۍ په رامینځته کولو کښې رول لري او یا ترهګرو ته په پناه ورکولو کښې له هیڅ کوششه ډډه نه کوي، په دې وجه هغه ډله لویدیځ حکومتونه چې د ترهګرو په رامینځته کولو یا یې ورسره په مرسته کولو کښې رول لوبولی دی، باید ځواب ورکړي.
د ویلو ده چې د وږي د میاشتې اتمه نیټه چې د ایران د پخواني ولسمشر او وزیراعظم د شهادت کلیزه ده، په ایران کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې ملي ورځ ده.