له ایران څخه ۴۰ لکه خلک عراق ته تللي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138146-له_ایران_څخه_۴۰_لکه_خلک_عراق_ته_تللي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د پولیسو یوه مسوول سردار احمد رضا رادان د حسیني اربعین د زیارت د ترسره کولو لپاره د ایران له سرحدونو د کابو څلور میلیونه خلکو د ورتلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-09-06T10:03:15+00:00 )
Sep 06, 2023 14:30 Asia/Kabul
  • له ایران څخه ۴۰ لکه خلک عراق ته تللي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د پولیسو یوه مسوول سردار احمد رضا رادان د حسیني اربعین د زیارت د ترسره کولو لپاره د ایران له سرحدونو د کابو څلور میلیونه خلکو د ورتلو خبر ورکړ.

هغه نن د شلمچه سرحد د کتلو په وخت وویل تراوسه کابو څلویښت لکه خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت له ځمکنیو او هوايي سرحدونو  څخه عراق ته سفر کړی او د اربعین څه د  پاسه دوه نیم میلیونه زیارتوال ایران ته راستانه شوي هم  دي.

رادان وویل شلمچه سرحد له مهران پولې وروسته د زیارتوالو د تګ راتګ دوهم سرحد دی په دې ډول چې کابو لس لکه زیاراتوال له شلمچې سرحد څخه خارج شوي او کابو اوه لکه کسان هم د دغه سرحد له لارې ایران ته راستانه شوي دي.