د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
(last modified Wed, 20 Sep 2023 07:04:19 GMT )
Sep 20, 2023 11:34 Asia/Kabul
  • د ایران او  بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او خارجي ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د امریکا د بهرني سیاست له یوشمیر پوهانو او د رسنیو له مدیرانو سره په غونډې کښې له هغو د واشنګټن د اقداماتو په هکله پوښتنې وکړې چې د پام وړ وې داسې پوښتنې چې باید ملګروملتونو او نړیوالو ارګانونو او دغه راز خبریالانو باید د امریکا له حکومت څخه کولای.

د امریکا د ساوت کیرولینا ایالت د ریپبلیکن ګوند سناتور لینډسي ګراهم وویل له ایران سره د امریکا معامله به د واشنګټن لپاره اوږده خپسکه وي.

هغه وویل د نیول شویو کسانو په خوشي کیدا خوشحاله یم خو دغه معامله به د امریکا د ملي امنیت لپاره یوه اوږده خپسکه وي.

په نیواکي ټاټوبو کښې د ناامنیو زیاتیدل د فلسطیني ډلو لخوا په لویدیځې غاړې کښې د وسله والو عملیاتو د زیاتیدا تر اغیز لاندې ترسره شوي دي او په حقیقت کښې د فلسطینیانو وسله والو عملیاتو د صهیونیسټ ژوند سخت کړی دی او له همدې کبله په یو بې ساري اقدام او د لومړي ځل لپاره موساد جاسوسۍ اداره چې د خارجي عملیاتو مسووله ده لویدیځې غاړې ته د وسلو د انتقال په هکله د تحقیقاتو د ترسره کولو بهیر ته ورګډه شوي ده.

قطر ، متحده عربي اماراتو ، اردن او بحرین په جلا جلا بیانیو کښې د یمن د کړکیچ د حل لپاره د روانو خبرو اترو  ملاتړ وکړ.

د هندوستان او د کاناډا ترمینځ په ډيپلوماټیک جنګ کښې دواړو هیوادونو د یوه بل ډيپلوماټان وویستل.

د هندوستان خارجه وزارت د کاناډا له ورته اقدام وروسته وویل نوي ډیلي د کاناډا یو لوړرتبه ډیپلوماټ ایستلی او له هغه یې غوښتي دي چې په پینځو ورځو کښې له هندوستانه ووځي.

باکو ته د صهیونیسټ رژیم د پوځي پلاوي په ورتلو سره د قره باغ جنګ پیل شوی.

اذربایجان جمهوریت ته د صهیونیسټ رژيم د یوه پوځي پلاوي له رسیدا سره په یووخت د الهام علي اف حکومت د اذربایجان د ځواکونو پرضد په ترهګرو اقداماتو باندې د ارمنستان په تورنولو سره په قره باغ سیمه کښې د خپلو ترهګرۍ ضد عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ.

د انګلستان په زرګونو متخصصو ډاکټرانو او د درملنې کادرونو د کار په نامناسبو شرایطو باندې ، په زیات کار او د کمو معاشونو په ترلاسه کولو باندې اعتراض کښې کاربندیز وکړ او ټاکل شوي ده ځوان ډاکټران هم له کاربندیز کونکو سره یوځاې شي.

فارن افیرز مجلې په یوې شننې کښې د اوکراین د جنګ په هکله شننه کښې وویل احتمال شته چې لویدیځ هیوادونه د روسیې په مقابل کښې اوکراین یوازې پریږدي.

فارن افیرز مجلې په یوه راپور کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو په سیاسي نظامونو کښې د بدلون احتمال ته په پام سره په دغه موضوع غور کړی چې مکمنه ده دغه هیوادونه د وخت په تیریدا سره د اوکراین له ملاتړه لاس واخلي او دغه هیواد یوازې پریږدي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په درشل کښې وویل زه اصلا هیڅ پیسې او قدرت نلرم او یوازې غږ لرم.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل زه پوهیږم چې بوډا یم خو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ګډون کوم.

د امریکا د تاریخ تر ټولو بوډا ولسمشر جوبایډن اعتراف وکړ زما خپل عمر ته پام دی خو د راتلونکي میلادي کال په انتخاباتو کښې د ګډون کولو نیت لرم ځکه چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ غواړي دامریکا ډیموکراسۍ له مینځه یوسي.

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې په درشل کښې وویل زه هیڅ قدرت نه لرم.

هغه زیاته کړه زه نه قدرت لرم او نه پیسې او هغه څه چې لرم یې غږ دی او دغه غږ لوړ کیدلای شي او زه ژمن یم چې دغه غږ لوړ کړم.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا دوو پخوانیو عسکرو ته چې په دوهم نړیوال جنګ کښې د چین په ګټه جنګیدلي وو وویل چین او امریکا باید په پریکنده توګه سوله ئیز ژوند ته ورسیږي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا پخوانیو پایلوټانو هیري مویر او مل میک مولین لیک ته په ځواب کښې وویل چې د چین او د امریکا خلکو له جاپان سره په مبارزې کښې ګډ دښمن درلود او ژوره دوستۍ یې ټينګه کړه.

د ګرجستان هیواد د کورني امنیت ادارې په یوې بیانیې کښې وویل دغه هیواد له تاوتریخوالو څخه له ډکو د ناکراریو له ګواښ سره مخامخ دی کوم چې د پخواني ولسمشر میخائیل ساکاشویلي د نږدې کسانو لخوا پلان شوی دی.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا د پورونو د زیاتیدا د لایحې له لاسلیک کیدا درې میاشتې وروسته د خرانې وزارت وویل د واشنګټن د عمومي پورونو اندازه له درې دیرشو ټریلیونو ډالرو زیاته شوي ده.

اذربایجان جمهوریت د ماینونو د ښخولو او په ویرې رامینځته کولو باندې د ارمنستان د ځواکونو په تورنولو سره وویل د اذربایجان له خاورې د ارمنستان د وسله والو ځواکونو د ویستلو د بې وسلې کولو او د لمسونکو اقداماتو د ځپلو لپاره د ترهګرۍ ضد عملیات پیل شوي دي.

د امریکا  د تاریخ تر ټولو بوډا ولسمشر جوبایډن وویل زه پوهیږم چې بوډایم خو د امریکا ډیموکراسۍ په خطر کښې ده او په انتخاباتو کښې ګډون کوم.

د عراق چارواکو وویل د هیواد په شمال کښې په عریت هوايي ډګر باندې د بې پایلوټه الوتکې له حملې وروسته د عراق له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې درې ځواکونه ووژل شول.

عراق وویل چې دغه حمله د ترکیې ځواکونو ترسره کړي ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتنو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې وویل د فلسطین د خپلواکه هیواد له جوړیدا پرته د صهیونیسټ ر ژیم او د فلسطین د شخړې د حل لپاره هیڅ لاره چاره نشته او مینځنی ختیځ سوله نه ویني.

د چین او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو« وانګ يي» او سرګي لاوروف په ماسکو کښې د امریکا د اقداماتو په هکله د دواړو هیوادونو یوشان دریځونو ته په اشارې سره وویل د روسیې له ګډون پرته د اوکراین د کړکیچ حل ممکن نه دی.

په لیبیا هیواد کښې د سخت توفان او سیلاب له راتلو او د زرګونو کسانو له وژل کیدا او ژوبلیدا او بې درک کیدا وروسته په درنه ښار کښې خلکو د مالي فساد او د ځايي چارواکو د سستۍ پرضد مظاهرې وکړې او د درنه د ښاروال کور یې په اور کښې وسوځوه.

()

د افغانستان د  نجونو پر زده کړو بندیز؛ د ملګرو ملتونو په  عمومي اسامبله کې پرې بحث کېږي.

()

برتانوۍ اینډیپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړې بندیز ته پام اړولی او په یوه مطلب کې لیکي دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو منع شوي دي.

اینډیپنډنټ ورځپاڼه  لیکي، نجونې او ښځې له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي او دا هغه اساسي مسئله ده چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې به پرې بحث وشي.

 

د افغانستان طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو څو اوونۍ وروسته د سپټمبر په اولسمه له یولس کلنو پورته نجونو باندې د زده کړو بندیز ولګاوه.

پر دغه بندیز دومره وخت لا نه و تېر شوی چې طالبانو د یوه بل فرمان په صادرولو سره ښځې او نجونې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځولې.

د اینډیپنډنټ په لیکنه، طالبانو په لومړیو کې ویلي وو، دوی به نجونو ته منځني ښوونځي او لېسې پرانېزي، خو وروسته یې وویل چې دا ډول اقدام له شریعت څخه د دوی له تفسیر سره اړخ نه لګوي.

 

د ورځپاڼې په وینا افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځول شوي دي.

اینډیپنډنټ ورځپاڼې د ۱۵ کلنې« عادله »خبرې هم رااخیستې چې ویلي یې دي، دا دومره نه ده وېرېدلې چې وسله‌والو طالبانو یې د ښوونځي کنټرول په لاس کې اخیستی بلکې ډېره په دې خپه ده چې د ښوونځي پر کتابونو یې دوړې او خاورې پرتې دي او د هیلو څرک هم نه لګېږي.

()

یور یشیا ریویو خپرونې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو ناندریو ته پام اړولی او د مطلب په یوه برخه کې لیکي، پاکستان په دې په غوسه دی چې په ګاونډ کې یې طالبان د هغې ډلې کوربه‌توب کوي چې د پاکستان د حکومت پر ضد ده.

د خپرونې په وینا، د تحریک طالبان پاکستان ډله، یا 'ټي ټي پي' چې په پاکستان کې د ننه ډېره ځپل شوې او د ډېرو مشرانو په وژل کېدو سره کمزورې شوې وه، خو په تېرو دوو کلونو یوځل بیا پیاوړې شوې، سخت دریځې ډلې یې سره یو موټی کړي او د خونړیو حملو څپې یې پیل کړي دي.

یوریشیا ریویو خپرونه  وړاندې لیکي، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې چې په نیمایي کې یې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، په هغه هېواد کې د سځت دریځو لږترلږه ۲۹۴ بریدونه ثبت کړي چې دا د مخکیني کال پرتله په سلو کې ۵۶ زیاتوالی ښیي.

په اسلام آباد کې مېشت د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د مرکز په وینا، اکثره بریدونه تحریک طالبان ډلې کړي او ویل شوي، له کله چې افغان طالبان پر افغانستان واکمن شوی، 'ټي ټي پي' زړه وره او لا پیا وړې شوې ده.

د یوریشیا  ریویو په لیکنه په داسې حال کې په کابل کې د طالبانو حکومت نه غواړي د 'ټي ټي پي' په وړاندې اقدام وکړي، خو احتمال شته چې پاکستان په افغانستان کې دننه د دې ډلې د پټنځایونو په نښه کولو ته دوام ورکړي چې دا به په کابل کې له واکمنو طالبانو سره د اسلام آباد اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.

د طالبانو سرپرست حکومت چې له دې مخکې یې د پاکستان له حکومت سره د 'ټي ټي پي' د روغې جوړې په هڅو کې منځګړیتوب کړی، د اسلام آباد هغه تورونه چې د دې ډلې سخت دریځې په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي ردکړي او ویلي یې چې اسلام آباد دې د خپلو امنیتي ستونزو غم په خپله وخوري او ملامتي دې پر نورو نه اچوي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ