د ایران او روسیې د اوږدمهاله ملګرتیاؤ سند په برابریدو دی
د ایران د پوځ لوي درستیز د روسیې له دفاع وزیر سره په کتنې کې د ایران او روسیې د اوږدمهاله ملګرتیاؤ د سند دبرابرولو خبر ورکړ.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،سردار محمد باقري په تهران کې د روسیې له دفاع وزیر سرګئ شریګو سره په کتنې کې ددواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل،ددواړوهیوادونو دمشرانو د فیصلې به اساس د اسلامی ایران او روسیې اړیکې د ودې او پراختیا په لاره روانې دي اوله نیکه مرغه دغه اړیکې د ماډرنولو په لور یو حرکت دی.
جنرال باقري زیاته کړې ده،هغه بدلونونه چې نن سبا د نړۍ په سویه رامینځةشوي ددې ښودنه کوي چې د یو قطبي نړۍ پړاؤ ختم شوی او د نړیوال نظم جوړښت دڅو قطبۍ نړۍ په لور حرکت کړی دی.
سردار باقري ددې خبرې په کولو سره چې د ایران او ورسیې داوږدمهاله ملګرتیاؤ سند په برابریدو دی روښانه کړه، دغه سند له پیاوړو پوځي او دفاعي اړخونو برخمن دی او ددواړو هیوادونو داوږدمهاله ملګرتیاؤ د پراختیالپاره مناسبه زمینه کیدلی شي. هغه ووئیل، د ایران او روسیې پوځي برخې ددواړو هیوادونو داړیکو د لوړتیا مخکښې دي او بې شکه ددواړو هیوادونو ترمینځ ګډ دفاعي او پوځي کمیشنونه دغه مخ په وده لاره چټک کولی شي.
د روسیې دفاع وزیر هم په دغې کتنې کې ددغه سفر موخه ددواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موردونو په زمینو کې ددفاعي ملګرتیاؤ پراختیا اعلان کړه او ددواړو هیوادونو ترمینځ ئې د ګډو مانورو په ترسره کیدا او په پوهنتوني سویو د محصیلینو په مبادلې او روزونکو ملګرتیاؤ ټينګار وکړ.