Sep 29, 2023 15:32 Asia/Kabul
  • د  ایران نور-۳ سپوږکئ  او د ایرانیو ځوانو متخصصانو د کلک هوډ ځلیدا

د  ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په یوه پیغام کې د ایران  نور-۳ نومې سپوږمکئ جوړول او په ایرانی قاصد پلیټ فارم سره ئې فضا ته لیږد د ؛مونږ کولی شو ؛شعار یوه ځلا او د ایرانیو ځوانو متخصصانو پر هوډ د بندیزونو  د ناکارندوالي یوه نښه  وبلله .

د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځوانو متخصصانو په لاس، په نور-۳ نومې ځاي  دریمه سپوږمکئ د مځکې په ۴۵۰کلومیټرۍ مدار کې دیره کړه . نور درې نومې سپوږمکۍ چې یوه پيژندونکي او سنجونکي سپوږمکۍ ده،د ایران د ځاي  متخصصانو په لاس دجوړ شوي قاصد پلیټ فارم په وسیله توغول شوې ده.د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو له دې مخکې هم د نور -۱ او نور -۱ نومې سپوږمکئ هم د قاصد پلیټ فارم په وسیله فضا ته توغولې وې.

د نور-۳ نومې سپوږمکئ ماموریت د تصویرونو او اطلاعاتي اړتیا په حوزې کې دی . د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د نور -۳نومې سپوږمکۍ له انځورونو څخه دسپاه پاسدارانو د اطلاعاتي اړتیاؤ لپاره استفاده کیږی. هغه زیاته کړې ده، مونږ د هغو محصولاتي  ټولګې اوترلاسه شوي ټولګې څخه  چې دغه سپوږمکئ ئې د مځکې له سطحې اخلي،د سپاه پاسدارانو د  اطلاعاتي اړتیاؤ دبشپړولو لپاره  استفاده کوو.

Image Caption

 

یوه بله موضوع دا چې ، نور -۳ نومې سپوږمکئ  په داسې شرائطو کې فضا ته لیږدول شوې چې دا یران د اسلامی جمهوریت د پوځ دنورو بریاؤ په څير  په بندیزی شرائطو کې  دغه بریالیتوب هم ترلاسه شوی دی. په حقیقت کې فضا ته ددغې سپوږمکئ یا سیټلایټ  لیږد د ایران د اسلامی جمهوریت پهض د دلویدیځي بندیزونو د ناکامۍ یو روښانه دلیل دی.  همداراز  ددغې سپوږمکۍ په توغولو کې د سپاه بریالیتوب  د  ایران له ځوانو متخصصانو څخه په استفادې سره ترلاسه شوی دی او یو ځل بیا د دفاعي او فضائی صنائعو په ځاي کولو کې د ایران نداسلامی جمهوریت  بریالیتوب  انځوروي.

په دغې  موضوع  هم د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریسي  په پیغام او هم د ایران د  اسلامی جمهوریت د بوځ د هوافضا دقوماندان په  څرګندونو کې  ټينګار شوی دی .

ابراهیم ریئسي ددغه بریالیتوب په مناسبت په پیغام کې وئیلي دي، په ایراني قاصد نومې پلیټ فارم سره د نور -۳ نومې ایرانۍ سپوږمکئ جوړیدا  او توغولو یو ځل بیا وښودله چې د اسلامی ایران دپرمختګ او لوړتیا لپاره د محترمو  ځوانو متخصصانو بر کلک هوډ او ارادې باندې ګواښ او بندیزونو هیڅ اغیزې  نه لري:::د سپاه پاسدارانود هوافضصا ځواک د قوماندان سردار حاجی زاده هم پخپلو څرګندونو کې وویل، مونږلکه څنګه چې له بندیزونو سره مخ یوو،نو مجبوره  یوو د سپوږمکئ  د ټولګې او ځینی نوره برخې ئې  هم په  داخل کې جوړې کړو، او د بایکاټونو په شرائطوکې نه یوازې کومه پُرز مونږ ته نه راپریږدي،بلکې نور هم له دغه  شان کارونو منع کوي چې حتی داسې  پرُزې  مونږ له څو واسطو سره رارسیږي، البته دغه بندیزونه  مونږ دا فرصت راپه برخه ککوي  څو ځاي کونې او بخپلو پښو دریدا  لازیاته کړو او  نن سبا هر څه ایراني شوي دي.

 اوس د سردار  حاجی زاده په وینا، د ایران اسلامی  جمهوریت ددنیا لسم او د  اسلامی نړۍ لومړنی هیواد دی چې  هم سپوږمکئ او هم  ئې پلیټ فارم ولري. دغه مهم بریالیتوب ته د نړۍ رسندویو هم ډير پام اوړیدلی دی . یروشلم پوسټ صهونیسټي خپرونې  په یوه راپور کې ددې خبرې په کولو سره چې  نور -۳نومې سپوږمکۍ دا یران  فضایی توانمنۍ پیاوړي کوي، لیکلي دي ،د نور -۳ نومې سپوږمکۍ فضا ته لیږدول  د هغو  نوو ټیکنالوجیکي بریاؤ  یوه برخه ده چې  ایران ئې د خپلو توانمنیو د ښودلو لپاره ورڅخه  استفاده کوي.په دغو بریالیتوبونو کې د ایران ډرونز او توغندوي سسټمونه  هم شاملیږي. د نور-۳ نومې سپوږمکۍ فضا ته لیږدول په دې معنا دي چې  ایران غواړي ، په سمیې کې  د ډيپلوماټيکو  بدلونونو په پړاؤ کې  خپلې توانمنئ نندارې ته وړاندې کړي. دا  داسې چې  غواړي ځینی سپوږمکئ  فضا ته ولیږدوي څو  په نړۍ کې د فضائي ډګر یو لوبغاړی شي.  

 

ټیګونه