امریکا په افغانستان کښې شیطنتونو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139300-امریکا_په_افغانستان_کښې_شیطنتونو_ته_دوام_ورکوي
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل امریکا هماغه راز په افغانستان کښې خپلو شیطنتونو ته دوام ورکوي او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په شمول د سیمې د هیوادونو لپاره د اندیښنې د رامینځته کولو هڅه کوي.
(last modified 2023-10-01T09:35:45+00:00 )
Oct 01, 2023 07:35 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې شیطنتونو ته دوام ورکوي

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل امریکا هماغه راز په افغانستان کښې خپلو شیطنتونو ته دوام ورکوي او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په شمول د سیمې د هیوادونو لپاره د اندیښنې د رامینځته کولو هڅه کوي.

حسن کاظمي قمي  بیګا د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کښې د افغانستان د  ګاونډیو هیوادونو د غونډې په پاې کښې د افغانستان د  ګاونډیو هیوادونو لخوا د تماس ډلې جوړیدل د دغه غونډې تر ټولو مهمه بریا وبلله او ویې وویل له افغانستانه د امریکا د پوځیانو د تښتیدا د څه د پاسه دوو کلونو له تیریدا سره سره واشنګټن هماغه راز په افغانستان کښې خپلو شیطنتونو ته دوام ورکوي.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له داعش ډلې او ترهګرۍ د امریکا د ملاتړ دوام ته په اشارې سره ټینګار وکړ واشنګټن د افغانستان د ناامنه  او بې ثباته کولو سره د افغانستان په ځینو ګاونډیو هیوادونو کښې د پوځي اډو د جوړولو کوشش کوي.

هغه وویل د کازان په غونډې کښې د افغانستان ګاونډي هیوادونه دغه نیتجې ته ورسیدل چې باید د ډله ئیز حرکت او د سیمه ئیز نوښت په چوکاټ کښې د کابل له واکمنانانو سره د ملګرتیا په ترڅ کښې په افغانستان کښې شرایط بدل کړي.

په افغانستان کښې د ایران سفیر حسن کاظمي قمی د افغانستان د امنیتي حالت ښه کیدا او هلته د نشه ئیزو موادو په کر باندې بندیز ته په اشارې  سره وویل د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د افغانستان د کډوالو ورتلل په زیاتیدا دي او د نشه ئیزو موادو قاچاق هم دوام لري.