د اسلامي انقلاب معظم رهبر دوه زره بندیانو ته عفوه کړې ده
Oct 02, 2023 12:53 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلام د ګران پیغمبر ختم المرسلین حضرت نبی اکرم ص او د هغه د لمسی امام جعفر صادق علیه السلام د زوکړې د رارسېدو په مناسبت د دوو زرو بندیانو د عفوې حکم ورکړی دی.
دغو کې ځینې بندیان خوشي کیږي او د ځینو د حبس یا د بند په موده کې تخفیف ورکول شوی دی،
د ایران د اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې مشر محسن اژه ای په دغه مناسبت سره، په یو لیک کې د اسلامي انقلاب له مشر څخه د بندیانو د عفوې غوښتنه کړې وه چي رهبر ورسره موافقت وکړ.
سبا د سې شنبې ورځ د ربیع الاول د میاشتې ۱۷ نیټه ده چي د اسلام د مبارک پیغمبر ص او د هغه د ګران لمسی حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د زوکړې له کلیزې سره سمون خوري.
ټیګونه