د دښمانانو له حربو سره د مقابلې لپاره وحدت اړین دی
Oct 03, 2023 12:34 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي وحدت د اوه دیرشم نړیوال کانفرنس د ترسره کولو مسوول «مهدي اقا محمد» وویل مسلمانان د دښمانانو له حربو سره د مقابلې لپاره وحدت او پیوستون ته رسیدلي دي.
هغه نن وویل د اسلامي وحدت د کانفرنس تر ټولو ستره بریا د سیاسي ډګر د اغیز شیندونکو کسانو او د سترو مفتیانو راتلل وباله.
مهدي اقا محمد ډاګینه کړه د صهیونیسټ رژیم په مشرۍ د دښمنانو وروستي جنایتونه او فعالیتونه له مخکې څخه زیات د نړۍ د مسلمانانو د وحدت سبب شوي دي.
د اسلامي وحدت د اوه دیرشم نړیوال کانفرنس د ترسره کولو مسوول مهدي اقا محمد وویل په ځینو اروپايي هیوادونو کښې په وروستیو میاشتو کښې د قران کریم سوځولو د مسلمانانو ترمینځ قدرتمن وحدت رامینځته کړی دی..
ټیګونه