د توکیو په نړیوالو سیالیو کې د ایراني ماشومانو ۵۰۰ نقاشۍ
په جاپان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار د ټوکیو په نړیوالو سیالیو کې د ایراني ماشومانو د ۵ سوه نقاشیو د کېښودو څخه خبر ورکړ.
په جاپان کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري سلاکار د ټوکیو په نړیوالو سیالیو کې د ایراني ماشومانو د ۵ سوه نقاشیو د کېښودو څخه خبر ورکړ.
د صدا او سیما خبري اژانس د خبر له مخې، په جاپان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري چارو سلاکار علي سعادت اذر په ټوکیو کې د نړیوالو سیالیو ترسره کېدو ته په اشارې سره وویل د نقاشۍ په دغه دوره کې د ایراني ماشومانو ۵ سوه نقاشۍ په توکو کې د یادو سیالیو سکرتریت ته رسیدلي دي.
سعادت ازر د جاپان د نقاشۍ په جایزه کې د ګډون لپاره د ایراني ماشومانو بې ساري هرکلي ته په اشارې سره وویل، دا لومړی ځل دی چې د یوه هیواد دومره زیات هنري اثر په یوې نړیوالې سیالۍ کې نندارې ته وړاندې کیږي.
په جاپان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري چارو سلاکار څرګنده کړه: د ټوکیو نړیوالې سیالۍ په ۱۹۹۳ کال کې پیل شوي او سږ کال به یې دېرشمې دورې ترسره شی.
دا کلنۍ مسابقه د نړۍ د ماشومانو د هنري انځورونو په کارولو سره د طبیعت، کرنې، د دوستۍ هڅولو، په ټوله نړۍ کې د ښه نیت او د شخصیت جوړونې د ملاتړ په اړه د پوهاوي د لوړولو له امله نوی رنګ تر لاسه کړی دی.