په لمونځ ګزارو حمله تر ټولو رذیلانه جنایت دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعانی چافي» په جومات کښې په لمونځ ګزارو او مومنانو باندې برید کول تر ټولو رذیلانه ترهګر جنایت او د اسلام د مبین دین له رښتیونو او رحماني تعلیماتو څخه د دغو ټروریسټي بریدونو د عاملانو د لیرې توب نښه وبلله.
هغه پرون د افغانستان د بغلان ولایت د پلخمري ښار په حضرت امام زمان علیه السلام جومات کښې د ترهګرې بم چاودنې په غندلو سره د دغه دردونکي پیښې د مظلومو شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي اعلان کړه.
پرون جمعې ورځ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کښې د حضرت امام زمان علیه السلام په جومات کښې د لمونځ ګزارو پرضد ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه کابو دیرش کسان شهیدان شوي او څه د پاسه پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.
تراوسه کومې ترهګرې ډلې د بغلان د بم چادونې ذمه واري پرغاړه نه ده اخسیتي خو له دې مخکې داعش ترهګرې ډلې تل په افغانستان کښې په شیعه مسلمانانو او د دوې په جوماتونو باندې د حملو مسوولیتونه پرغاړه اخیستي دي.
امریکا اوس له بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاي هڅه کوي چې په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله له سره منظم کړي او د بغلان ترهګره حمله له دې سره تړاو لري.