سبا په تهران کښې د درې جمع درې ډلې غونډه جوړیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د درې جمع درې (۳+۳) ډلې دوهمه غونډه د ایران د روسیې د ترکیې د ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت د خارجه وزیرانو په ګډون سره سبا په تهران کښې جوړیږي.
د ایران د روسیې د ترکیې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د باندنیو چارو وزیران به د دوهمې(۲) درې جمع درې غونډې کښې د ګډون لپاره سبا په تهران کښې سره راغونډ شي چې د جنوبي قففاز سیمې په مسائیلو او په سیاسي، اقتصادي ، امنیتي ، ټرانزیټي ، انرژۍ وغیره وغیره زمینو کښې د سیمه ئیزو ملګرتیاو د پراختیا لپاره په هڅو باندې غور وکړي.
د دغه سیمه ئیزې غونډې د بڼه د خپلیدا تر ټولو مهم هدف د لویدیځو هیوادونو او له سیمې د وراهاخوا هیوادونو له لاسوهنې پرته او د سیمې د هیوادونو په ګډون سره د سیمې د مشکلاتو حل کول دي او پر دې اساس د سبا ورځې د غونډې یو چورلیز به د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د سولې خبرې وي.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان څه موده مخکې ویلي وو چې د درې جمع درې ډلې په چوکاټ کښې د غونډې له ترسره کولو سره چې وړاندیز یې د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف کړی و موافقت کړی دی.
د خارجه وزیرانو د مرستیالانو په سویه د درې جمع درې ډلې لومړنۍ غونډه تیر کال او د ګرجستان له ګډون پرته په ماسکو کښې ترسره شوي وه.
د درې جمع درې ډلې د غونډې ترسره کیدل به د ایران د دیارلسم حکومت د ګاونډي توب د سیاست او د ګاونډیانو ترمینځ د دوستانه اړیکو د پراخولو او د پردیو له لاسوهنې پرته د سیمې د مشکلاتو د حل کولو لپاره مهم ګام وي.