د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د پوتین پیغام
د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ولاديمير پوتين پيغام د ملي امنيت د عالي شورا منشي ته وړاندې کړ.
د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ولاديمير پوتين پيغام د ملي امنيت د عالي شورا منشي ته وړاندې کړ.
د ایرنا د راپور له مخې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی«الکساندر لاورنتیف» تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې، د ایران د ملی امنیت د عالي شورا له منشي«علی اکبر احمدیان» سره وکتل او د روسیې د ولسمشر پيغام یې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د وړاندې کولو په موخه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ته وړاندې کړ.
په دې کتنه کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د غزې د وضعیت او د دغو پرمختګونو په اړه د دواړو هېوادونو د همکاریو په اړه خبرې وشوې.
"لاورنتیف" دغه راز نن په سیاسي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ځآنګړي سلاکار علی اصغر خاجي سره وکتل او د سیمې او سوریې د وروستیو تحولاتو، په تیره بیا د غزې د مظلومو خلکو په وړاندې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سوریې د وروستیو تحولاتو، د وروستیو سیاسي او سیمه ییز وضعیت په اړه هم بحث او د نظر تبادله وکړه، دوی همدا راز په سوریه کې د سیاسي بهیر د دوام او د اقتصادي او بشري وضعیت د ښه والي لپاره د دواړو لورو د نوښتونو په اړه هم خبرې وکړې.