طوفان الاقصی عملیاتو د نړۍ د نظم معادلات ځاي په ځاي کړل
څلور څلویښت کاله مخکې په همداسې ورځ په تهران کې د امریکا سفارت یا هماغه د جاسوسۍ ځاله د ایران د اسلامی انقلاب په ضد د امریکاپه ډيرو زیاتو دسیسو باندې په اعتراض کې د ایران د محصیلینو په لاس ونیول شوه، چې حضرت امام خمینی دا پيښه دوهم انقلاب بللې وه.
د ایران داسلامی شورا مشر نن د لړم د میاتشې د دریالسمې په ولولناکو دستورو کې ووئيل، د مقاومتی مبارزانو طوفان الاقصی عملیاتو د نړۍ د نظم او دهغو د محاسباتي عواملو او عناصرو معادلات سره ځاي په ځاي کړل.
ایران پریس خبری آزانس راپورو ورکړ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن په تهران کې د لړم دمیاشتې د دیارلسمې نیټې په ولولناکو دستورو کې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې د طوفانو الاقصی عملیاتو دنړۍ دنظم او د هغو د محاسباتي عواملو او عناصرو معادلات سره ګډ وډ کړل ووئیل، ا مریکا او صهیونیسټي جنایتکار رژیم هر کار وکړي، نو د طوفان الاقصی نومې عملیاتو وروسته حالت ته به بیرته ونه ګرځي.
د ایران د اسلامی شورا مشر د غزې او فلسطین له خلکو څخه دنړۍ د آزادي غواړو ملاتړ ته په اشارې سره روښانه کړه،د سازباز دلارې انتها، دیوالیه کیدا او چټيتوب دی او د مقاومت د لارې انتها ، بریالیتوب ، سرلوړي او عزت دی .
قالیباف دغه راز ووئیل، وحشي صهیونیسټي رژيم او جنایتکاره امریکا دې پوهه شي ، چې هر کار هم چې په غړې کې وکړي ، او هره پیښه رامینځةشي، نو هیڅکله هم نړیوال معادلات نشي بدلولی او دغه ناکامي جبرانیدونکي نه ده .
د ایران داسلامی شورا مشر دغه راز ټينګار وکړ، مقاومتي چورلیز او مبارزان کومه حکومتي او د محور حکومت موضوع نه ده ،بلکې د له ظم، جنایت او ستم سره دمبارزې لپاهر او له ایمانه او اسلامی امت څخه راپورته شوي چاره ده او په ډاډ سره به تراخه ماته پر اسرائيلی جنایتکارو وتپي.
نن یعني د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه،د ایران په اسلامی جمهوریت کال هینداره کې له نړیوال استکبار سره دمبارزې ملی ورځ نومول شوې ده.
څلور څلویښت کاله مخکې په همداسې ورځ په تهران :ې د امریکا سفارت یا هماغه د جاسوسۍ ځاله دایران د اسلامی انقلاب په ضد د امریکاپه ډيرو زیاتو دسیسو باندې په اعتراض کې د ایران د محصیلینو په لاس ونیول شوه، چې حضرت امام خمینی دا پيښه دوهم انقلاب بللې وه.