قالیباف: اقتصادي بدلون د پوهې اوکلتور په بدلون سره پیلیږي
هغه زیاته کړه: یوولسم پارلمان د اقتصاد او کلتور د بدلون په دوو هدفونو سره پیل شو، خو که غواړو چې اقتصاد بدل کړو، باید خلکو او ټولنې ته ولاړ شو.
د ایران د اسلامی شورا مشر وویل: کتابونه او لوستل د عامه پوهاوی زیاتوالی چې د ټولنې د اقتصادی بدلون لپاره لومړی ګام دی.
د ایران پریس خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن په وحدت هال کښې د کتابونو، کتاب لوستنې او کتابتونونو د ورځې د نمانځلو په مراسمو کښې په هېواد کښې د بدلون موضوع ته په اشارې سره وویل مونږه تر اوسه نه یو توانېدلي چې په فرهنګ او حکومتوالۍکې بدلون رامینځته کړو.
هغه زیاته کړه: یوولسم پارلمان د اقتصاد او کلتور د بدلون په دوو هدفونو سره پیل شو، خو که غواړو چې اقتصاد بدل کړو، باید خلکو او ټولنې ته ولاړ شو.
قالیباف وویل: مونږ ه په ټولنه کې تر هر څه زیات عقل او پوهې ته اړتیا لرو، حتی باخبره کره کتونکي هم په ټولنه کې ګټور دي، ځکه چې د ټولنې د ودې لامل ګرځي.