د حضرت فاطمه الزهرا س د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142188-د_حضرت_فاطمه_الزهرا_س_د_شهادت_د_کلیزې_تسلیت_ومنئ
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر د میاشتې ۲۷ او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې ۱۳ نیټه ده چې د یوه روایت پراساس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام امیرالمومین حضر علي ابن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
(last modified 2023-11-27T02:53:50+00:00 )
Nov 27, 2023 03:56 Asia/Kabul
  • د حضرت فاطمه الزهرا س د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

زمونږ خبریال راپور راکړی نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د نوامبر د میاشتې ۲۷ او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې ۱۳ نیټه ده چې د یوه روایت پراساس د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام امیرالمومین حضر علي ابن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.

حضرت فاطمه الزهرا س د بعثت د پینځم کال د جمادي الثاني د میاشتې په شلمه نیټه په مکې مکرمې کښې وزیږیدله.

هغه له ماشومتوبه د خپل ګران پلار حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم تر لارښوونو لاندې له لوړو الهي معارفو سره اشنا شوه؛ او هغه د خدای پاک ج د درګاه په خاصو کسانو کښې شامله وه چې د الهي علومو له سرچینې یې ډیره ګټه پورته کړه.

حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها له اتلس کلونو ژوند وروسته د هغه وخت د واکمنانانو د ډیرو ظلمونو او د خپل ګران پلار حضرت محمد ص د رحلت د غم په وجه د یوه روایت پراساس د یولسم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په دیارلسمه او د بل روایت پراساس د جمادي الثاني د میاشتې په دریمه نیټه شهیده شوه.

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره« صداوسیما» د حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو اوریدونکو ته د زړه له کومې تسلیت وايي.