طوفان الاقصی عملیاتو د فلسطین موضوع ژوندۍ کړه
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د طوفان الاقصی عملیات په سیمه او نړیوال نظام کښې د سټراټيژیکو بدلونونو رامینځته کونکي وبلل او ویې ویل دغو عملیاتو د فلسطین موضوع د نړۍ د لومړۍ درجې د موضوعاګانو په سر کښې وروستله او د فلسطین ملت وښودله چې یو ژوندی ملت دی.
هغه پرون په نیواکي ټاټوبو کښې د روانو حالاتو د غور په غونډې کښې چې د ایران د خارجه وزارت په مشارکت سره د فلسطین د خلکو د اسلامي انقلاب انقلاب د ملاتړ د کمیټۍ لخوا ترسره شوه د طوفان الاقصی د عملیاتو په هکله وویل دغو عملیاتو وښودله چې د فلسطین موضوع هماغه راز د دنیا لومړنۍ موضوع ده او په دومره اندازه انرژۍ او ظرفیت لري چې د نړۍ پام ځان ته اړولی شي او د سیمې په سویه او په خارج کښې د قوا انډول له بدلون سره مخامخ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل فلسطین د اسلامي دنیا او د انسانیت موضوع ده.
هغه په دې خبرې سره چې د طوفان الاقصی عملیاتو د فلسطین موضوع بیا د نړۍ د لومړۍ درجې د موضوعاګانو په سر کښې وروستله وویل د فلسطین ملت وښودله چې ژوندی ملت دی او د خپلو حقوقو او د حق په دفاع کښې د قدرتونو د ملاطفت او د نظر په تمه نه پاتې کیږي او سلطه ګرو قدرتونو وښودله چې انساني او اخلاقي موضوعاګانو ته په توجه کښې د انسانیت او د بشري حقوقو پلویتوب نه کوي بلکې د خپلو ناجایزو ګټو او د خپلو ظالمو او د غاصبو شرکاو یعني د صهیونیسټ رژیم پلویتوب کوي.