انګلیس د فلسطین د ولس په کړاونو کې اساسي رول درلودلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142662-انګلیس_د_فلسطین_د_ولس_په_کړاونو_کې_اساسي_رول_درلودلی_دی
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی او سفیر د امنیت شورا په غونډه کې د ایران پر ضد د انګلیس د تورونو په غندلو سره وویل: انګلیس د فلسطین د ولس په اوږدمهاله کړاونو کې اساسي رول لوبولی دی.
(last modified 2023-12-05T07:40:44+00:00 )
Dec 05, 2023 10:01 Asia/Kabul
  • انګلیس د فلسطین د ولس په کړاونو کې اساسي رول درلودلی دی

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی او سفیر د امنیت شورا په غونډه کې د ایران پر ضد د انګلیس د تورونو په غندلو سره وویل: انګلیس د فلسطین د ولس په اوږدمهاله کړاونو کې اساسي رول لوبولی دی.

د انګلیس د کورنیو چارو وزیر طارق احمد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د فلسطین په پېښو کې د ایران د رول لوبونې په ادعا سره، په لوېدیځه آسیا کې د ایران پلوه ډلو ګواښونه نه منونکي بللي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ته په یوه لیک کې ولیکل: د فلسطین په هکله د امنیت شورا په غونډه کې د ایران پر ضد د انګلیس د استازي د تورونو غندنه کوو او ردوو.

ایرواني زیاته کړې ده چي انګلیس د کورنیو چارو وزیر د امنیت شورا په غونډه کې په لوېدیځه آسیا کې په روانو کړکېچونو کې د انګلیس پر دسیسو باندې د سرپوښ په ایښودلو سره، هڅه وکړه چي د ټولو ناخوالو پړه د ایران د اسلامي جمهوریت پر غاړه واچوي.

هغه یادونه وکړه چي انګلیس د فلسطین د ولس په اوږدمهاله کړاونو کې اساسي رول لوبولی دی او په خپلو اقداماتو سره یې د یوې پېړۍ په موده کې د فلسطین د ولس د وژنې او بې کوره کېدو لامل شوی دی.

د ایران استازي د دې په بیانولو سره چي د اسرائیلي رژیم له نسل وژنې او جنایاتو څخه د انګلیس دوامداره ملاتړ، د دې هېواد اخلاقي صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی او انګلیس د نورو هېوادونو د سیاستونو او موخو په هکله قضاوت کولای نه شي.