Dec 05, 2023 13:45 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې (د ۱۴۰۲کال  شعار )

د تهران د پښو خپرونې خوږو مینوالو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې نومې لړۍ له ننني دېرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی. د دغې لړۍ په تیر مطلب کې مو د تولید د ودې  او د لارو  چارو او لوازماتو د عواملو په اړه څېړنې کړې، وې نو په دغه ننني مطلب کې هم څو نورو عواملو ته اشاره کوو.

  هغه خصوصي کېدا (پرائيویټایزیش) چې د هېواد  د اقتصادي پراختیا یوه لویه سټراټژي ده او کلي سیاستونه ئې هم وړاندې شوي،د اقتصاد د حکومتی کیدا د عارضې دحل لپاره یوه لاره او په بدل کې،د اقتصاد او شتمنۍ د تولید د اداره کولولپاره د  خصوصي برخې او خلکو ظرفیّتونو او توانمنیو  ته میدان  او فرصت ورکول دي. په عین حال کې په وروستیو کلونو کې ددغې سټراټژۍ د ناقصې او نیمګړي اجرا په سبب،هغه څه چې د خصوصي کیدا په نامې سره ترسره شوي،په ځينو موردونو کې نه یوازې ئې کارندوالی نه دی درلودلی،بلکې ځيني  کارکسبونه او کلبونه   هم له ماتې سره مخ شوي دي.

د ایران د اقتصاد  لپاره  خصوصي کییدا کوم انتخاب نه ،بلکې یو ضرورت  دی؛ ځکه د پرائيوټایزیشن  په سیوري کې د ډیرو اقتصادي مسئلو د حل کیدا امکان وي. په مشخص ډول باید ووئيل شي،چې خصوصی کیدا په سیوري کې د ایران د جوړو شوو شیانو د کیفیّت لوړتیا او ښه کیدا،هغې سیالۍ ته په پام سره چې  په خصوصي فضا کې رامینځةکیږي،لا ښه ممکن دی .په لاښه  معنا،باید وویل شي چې د خصوصي کولو شاه بیت له  حکومته خصوصي سیکټر او ټولنې ته د فرصتونو او ګټو پر لېږد ټینګار کوي.په دغه شان شرائطو کې حکومت د اقتصاد د اصلی کار رامینځةکونکي  له حالته وتلی او په لاښه ډول  د ملاتړی کارونو رامینځةکولو،زمینه جوړونې  او له فساد سره مبارزه کیدلئ شي.په مقابل ټکي کې هم دخصوصي برخې پر جذابیّت او د خصوصي برخې سیالۍ زیاتیږي.البته ددغې سټراټژۍ  بریالیتوب د ملی اقتصاد  د ودې او پراختیا لپاره  دخصوصي برخې ژمنتیا او مسئولیّت   لازیاتې  اندازې سره  اړونده کیږي،یعنی خصوصي برخه  یواې  هغه مهال د تولید د ودې،له ایرانیو شیانو څخه دملاتړ،د هیواد د اقتصادي مسئلو د حل لپاره  دخپلو تاریخي ټيکې په سمه ترسره کولی شي چې له کافي ژمنتیا او بلدتیا برخمن وي او یوازې د خپلوګټو په فکر کې نه وي.د خصوصي کونې  دغه کړ چار ته په پام سره  ده د اسلامی انقلاب ستر لارود  هم تل  د تولید په ډګر کې دخصوصي برخې  د لاجدي واریدیدا په ضرورت ټينګار کوي.

 د هیواد ا قتصادي ژوندد مختلفو دلیلونو په اساس او د هغو تخصصونو او کریډیټونو او په دغو کارونو کې د حکومت همیشنیو دخالتونو په اساس چې حکومت ئې ځینو اقتصادي برخو کې کوي،څه دسیالۍ بڼه نه لري.مسلمه ده چې په دغه ډول فضا کې به تولید دوار د واره کم شي. بر دې اساس حکومت باید  په پیاوړو اقتصادي سیاستونو په تعقیبولواو د دقیقو او مشخصو سرچینو معلومولو سره د تولید د ودې لبیاره هڅه وکړي .د مثال په توګه، هغه اسعار چې د ځینو غیراساسی شیانو وارداتو ته چې د هغو تولید په هیواد کې هم ترسره کیدلی شي، واړو شرکتونو ته بیلیدلی او د هغوي د نغدو پیسو مشکل حل کیدلی شي.د اقتصادي سیالۍ پياوړتیا به خصوصي برخې ته د لازیاتې لیوالتیا او همداراز په داخل کې د تولیدي شیانو د کیفیّت د لوړتیا سبب شي.چټګه او وار د واره اقتصادي وده هغه مهال پوره کیږي،چې کیفیت،د تولید کیمیّت ته په پام سره لوړ شي.د اقتصادي سیالۍ پیاوړتیا دغه شان شرائط برابرولی شي.

د کارکسب زیاته فضا  د تولید رونټیا ته د رسیدا او د پانګونې او اقتصادي امنیت  زیاتیدا ته  اړتیا لري او  په داخلی  اومو تولیداتو د ودې او کارکسب  په رامینځةکولو نه انکاریدونکي اغیزې شیندي. په حقیقت کې   هرڅومره دغه  فضالاشفافه  وي او انسان د کارکسب د رامینځةکیدا لپاره  لاآسانه لاره کچ کړي،په چورلټ ډول  به په تولید کې د خپلې پانګې د کارولو او د هیواد له اقتصاد سره  د مرستې لپاره لازیاته لیوالتیا ولري. البته  هرڅومره دغه فضا ګډه وډه او له مشکلاتو ډکه وي ، او انسان د کارکسب د رامینځةکولو لپاره د مجوز د اخستو په لاره کې د بیورو کراسۍ   کارونو او خنډونو سره  مخامخ شي ، نو په تولید کې به څه دلچسپی ونه لري  او په نتیجې کې د ډالرو او سِکې  د پيرپلور په څير د ګټه لرونکو  او سوداګریزو فعالیتونو په لور وکاږل  شی .  د کارکسب  د فضا د  لاښه کولو لپاره  هڅه یوه هغه ترټولو مهمه او  حساسه مرحله ده چې  په هغې کې ، خصوصي برخه ،خلک  او اقتصادي فعالان  باید  د هیواد په داخل کې د کارکسب د رامینځةکولو او دتولید د ودې لپاره د درو واړو حکومتي قواؤ  بشبړ ملاتړ مشاهده کړي . په  هغه اندازه چې  دوي په دغې مرحلې کې  له  ملاتړ او پشتیبانۍ سره مخ کیږي،د خپلو محصولاتو د کیفیّت  د لوړتیا او د تولیدي ورکشاپونو او کارخانو او د کارکسب  پیاوړتیا لاښه کولی شي. په حقیقت کې  دغه قضیه پر عملی غوټه پرانیستنې سربیره ، ددوي دتولیدي شیانو د کیفیّت د لوړتیا لپاره   پر اقتصادي فعالانو نفسیاتي او ذهني اغیزې شیندي.

له وارداتي سیاستونو سره په ارتباط کې درې مهم ټکي دي،یو د هغو شیانو د وارداتو ممنوعیّت دی  چې  ورته داخلی محصولات لري  او بل،د مصرفی شیانو پر وارداتو د  تمرکز په ځاي،باید هڅه وشي چې هیواد ته داسې شیان وارد شي ، چې   پانګونکي  او واسطه اي  بڼه ولری ، دریم ټکی د غیر ضروري شیانو له وارداتو مخنیوی  دی. پر دې اساس،اولا  هر ډول  واردات  ممنوع نه دي،بلکې په هغو حوزو کې  چې  داخلی شیان نه لری  او په داخل کې د شیانو تولید ګټه نه لری او ګران تمامیږي،نو واردات نه یوازې تاواني نه دي ،بلکې ښه هم دي .پر دې سربیره،د سرمایه لرونکو شیانو د وارداتو په څیر په هغو موردونو کې د وارداتو پراختیا چې دهیواد په داخل کې د تولید له ودې سره مرسته  کولی شي،لازم او ضروری  هم دي .که  د  وارداتو په حوزې کې  دغو اصولو او سټراټژيو ته پام وشي،وو ویئل کیدلی شي چې د وارداتو هوښیارانه  او ځرَک سیاست  تحقق موندلی دی . په دې مینځو میان کې  باید ووئیل شي د واردولو د  پالیسۍ او هوښیارۍ په رعایتوکې دقت،هغو اورګانونو او ادارو ته متوجه  دی چې د وارداتو  مجوز  او سند صادروی ، چې بایدد مجوزونو په صادرولو کې  دغو ټکو ته دقت وکړي او پر دې سربیره په عمل کې هم ددغو موردونو په رعایتولو جدی څارنه ولرل شي . البته  په دې زمینې کې د ګمرکاتو اوپر وارداتو په څارنې کې د دخیلو  نورو  ادارو چاروال باید د واردونکو د چلونو او رودو سره کافي بلدتیا ولري او د قانوني وارداتو په بڼه کې په داخلی تولیداتو باندې د غیرضروري یا د تاوان  رسونکو وارداتو مخه ونیسي.

دوستانوددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې تاسو تربل مطلب پورې اجازت وغواړو ،باید ووایو چې تهران ریډیو د پښتو خپرونې د انټرنیټي ویبپاڼې ایډریس  PARSTODAY.IR/PS    هم درسره نوټ کړي ، تاسو زمونږ په دغه انترنیټي ایډریس  باندې  رووستي سیمه ایز او نړیوال  خبرونه، راپورونه ،تبصرې ، مرکې ،سپورټي ، اقتصادي ټولنیز، کلتوري  او  ډول ډول حیرانونکي خبرونه  هم لیدلی شي او دغه راز  ستاسو په خپلوپیغامونو،لیکنو،شعرونو او غږیز پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ نو تر بل مطلب پورې  له پاک پروردګاره  دتاسو سلامتیا غواړو. سوکاله او بریالي ووسئ.

(سیماب)

************************************************************************************************

ټیګونه