د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142728-د_ایران_او_بهرنیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
(last modified 2023-12-06T04:41:00+00:00 )
Dec 06, 2023 09:06 Asia/Kabul
  • د ایران او  بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو.

د لبنان په جنوب کښې د اسرائیلو پیاوړي مرکزونه تباه شول.

په داسې شرایطو کښې چې د اسرائیلو د اپارتائیډ رژیم د عسکرو د مرکزونو پرضد د لبنان د حزب الله غورځنګ حملې زیاتې شوي دي د صهیونیسټ رژیم یوه ټیلي ويژن د اسرائیلو رژیم د یوه اصلي مرکز چې د تل اویو په ګومان د هر ډول حملې په مقابل کښې مقاومت کولای شي په ړنګیدا سخته نیوکه وکړه.

شمالي کوریا وویل له جنوبي کوریا سره جنګ کول ضروري دي.

شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره د یوې پوځي موافقې له ځنډیدا او خلاف ورزۍ وورسته له خپل دغه ګاونډي هیواد سره جنګ ضروري وباله.

د نیجر هیواد د بهرنیو چارو وزارت وویل په دغه هیواد باندې واکمن پوځي حکومت له اروپايي اتحادیې سره یوه پوځي موافقه لغو کړه او له دغه اتحادیې سره یې شراکت پاې ته رسولی.

د امریکا عدلیې وزارت یو پخوانی ډیپلوماټ «مانوئل روشا» چې په بولیویا کښې یې د واشنګټن د سفیر په توګه خدمت کاوه د کیوبا لپاره تر څلویښتو کلونو پورې په جاسوسۍ کولو تورن کړ.

د اوکراین یوه خبري سایټ د دغه هیواد مشرانو ته د نږدې سرچینو په قول وویل ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د پوځ له مشر سره د خپلو اختلافاتو په دوام کښې هڅه کوي له هغه سره په  مشورې نه کولو سره د پوځ قومندانانو ته حکم ورکړي.

د طوفان الاقصی د عملیاتو د کابو دوو میاشتو له تیریدا وروسته« نیویارک ټایمز» ورځپاڼې په یوشمیر سندونو باندې چې لاس ته یې ورغلي دي استناد سره ولیکل د فلسطین حماس غورځنګ د تیرې اکتوبر میاشتې په اومه نیټه وتوانید په راکټونو  سره په تل اویو کښې د اسرائیلو د اټومي توغندیو په مرکز برید وکړي خو د راکټونو د تخریب قدرت دومره نه و چې د یوې غمیزې د رامینځته کیدا سبب شي!.

د امریکا پوځ نیت لري تر راتلونکي کال پورې د ساړه جنګ له ختمیدا وروسته د لومړي ځل لپاره خپل لومړنی توغندوي سلاکوټ په اسیا او اوقیانوسیې سیمې کښې دیره کړي.

امریکا ادعا کړي ده چې دغه کار د چین په مقابل کښې د واشنګټن د دفاعي پیاوړتیا لپاره ترسره کیږي.

په داسې شرایطو کښې چې د اسرائیلو او د هغه د ملاتړو هیوادونو کشتیانې په «سره سمندر» او «باب المندب »سمندر کښې په امان کښې نه دي د یمن محصیلینو د صهیونیسټ رژيم په نیول شوي کشتۍ کښې د فارغ التحصیلې مراسم ترسره کړل!.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ماسکو کښې د کیسپین سمندرګي د ساحلي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې حالات ستره غمیزه وبلله او د اسرائیلو رژیم د جنګي جنایتکارانو د محاکمه کولو او د سزا  کولو، او دغه رژیم ته د انرژۍ او د شیانو د صادراتو په بندولو او د اسرائیلو د جوړو شیانو د بایکاټ کولو پرضرورت ټينګار وکړ.

()

اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو.

د جنوبي افریقا د اپارتائیډ ضد د ارواښاد مشر« نیلسن مانډیدلا»  لمسي «مانډیلا مانډیلا» په جانسبورګ کښې له فلسطین سره د پیوستون په پینځم نړیوال کنونشن کښې وویل هر فلسطینی د خپل د پلار نیک د ټاټوبي د لرلو حق لري.

هغه وویل دغه کار یوازې هغه وخت محقق کیږي چې فلسطین د  امپریالیزم ،  د نیواکګرۍ ، د نژاد پرستۍ او د  ظلم له بلاګانو او دغه راز په  ټول نیواکي فلسطین او په غزې کښې د څه د پاسه پینځه اویا کلنې  غمیزې له اغیزونو څخه خلاص شي.

د یونان پوځ د خپلو بې پایلوټه الوتکو او د سنیپر ځواکونو په تیارسۍ کولو سره سبا اتن(Athen) ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر د امنیت لپاره ځانګړي تدبیرونه غوره کړي دي.

اسرائیلو د لبنان په جنوب باندې د فاسفورس لرونکو بمونو بریدونه وکړل.

المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د لبنان په جنوب کښې د «رامیا» او د «القوزح» په ګیر چاپیر سیمو او دغه راز  په «جبل بلاط» ، «عیتا الشعب» او «طیر حرفا »په خوا وشا سیمو باندې د فاسفورس لرونکو بریدونه وکړل.

پیکینګ  هیڅکله د امریکا پرضد شرطونه نه لګوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« وانګ ونبین» وویل پیکینګ هیڅکله د امریکا پرضد شرطونه نه لګوي او له چیلنج سره د واشنګټن د مخامخ کولو نیت نلري.

هغه د امریکا د سوداګرۍ وزیر څرګندونو ته چې ویلي یې وو  چین د امریکا پرضد تر ټولو ستر ګواښ دی ځواب ورکړ او ویې ویل امریکا باید د چین له دښمن ګڼلو لاس واخلي.

د امریکا په اډو باندې د مقاومت د ځواکونو له سختو حملو وروسته وویل بغداد په عراق کښې د واشنګټن د ځواکونو د ساتلو مسوول دی.

چین د «مصر سیټ دوه» په نوم سپوږمکۍ په مدار کښې وروستله.

د رسنیو سرچینو د چین په شمال کښې د سپوږمکۍ د توغولو له یوه مرکز څخه د «مصر سیټ دوه» د سپوږمکۍ په بریالیتوب سره د توغولو خبر ورکړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه نندرتون د کتنې په وخت چې د روسیې بریاوې یې ښودلې او په ظاهره د راتلونکو انتخاباتو لپاره یوه کمپاین ته ورته و  د یوه بیلګه اټومي بټن(دګمه) کتنه وکړه خو چمتو نشو چې په دغه اټومي بټن باندې ګوته ټینګه کړي.

په فارس خلیج سیمه کښې د امریکا د ځواکونو مرکزي قومندنۍ سینټکام وویل په سوریې کښې د امریکا په «الرمیلان» اډې باندې له عراق څخه د پینځلسو توغندیو  بریدونه شوي دي خو هیڅ ډول مرګ ژوبله او نور مالي تاوانونه یې نه دي لرلي.

د جرمني یو شمیر چارواکو ایشوا کړه چې د« نورډ اسټریم دوه» په نوم پروژې کښې د روسیې د ګازپروم  شرکت د فعالیت په وخت د جرمني یوشمیر چارواکو په غلطۍ سره د ناټو د سمندري اوبتلونو په هکله حساس اطلاعات ماسکو ته ورکړي وو.

د لویدیځې اسیا د مسائیلو یوه کارپيژاند«حسن هاني زاده »په دې خبرې سره چې په اوسنیو شرایطو کښې صهیونیسټ رژيم هڅه کوي د غزې تړانګې د شمال او د جنوب جغرافیايي پیوستون غوڅ کړي چې له دې لارې په حماس غورځنګ باندې د دباو د زیاتولو په ترڅ کښې د ځان لپاره یوشمیر بریاوې رامینځته کړي وویل په نهایت کښې صهیونیسټ رژیم به په دغه کار پسې لاړ شي چې په غزې کښې د بیخ بنایانو په کامل ډول تباه کولو سره په دې ډول چې هلته د ژوند کولو امکان نه وي او د حماس د پوځي قدرت په کمزوري کولو او د نسل کشۍ په حد کښې د مرګ ژوبلو په زیاتولو سره د ځان لپاره دفاع رامینځته کړي او له هغه وروسته اوربند ومني.

()

د تهران راډيو ګرانو دوستانو اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم سرټکي ولولو.

()

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد پر روانو هڅو لیکنه کړې چې سرلیک یې دی: "طالبانو چې اوږده موده یې د ګوزڼ پر ضد د کمپاینونو مخه نیوله اوس یې د دې ناروغۍ پر ضد جګړه اعلان کړې."

د لیکنې په پیل کې راغلي، د تېرې شل کلنې وسله‌والې جګړې په ترڅ کې طالبانو په تکرار د واکسینونو د هغو کمپاینونو مخه نیوله چې افغانستان کې ترسره کېدل.

د ورځپاڼې په وینا، دې چارې مرسته وکړه چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د هغو دوو هېوادونو ډله کې پاتې شي چېرې چې د ګوزن یا پولیو ناروغي لا هم موجوده ده.

 

خو د واشنګټن پوسټ وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ دوه کلونه وروسته دې ډلې د پولیو د واکسینونو پر وړاندې خپله پالیسي بشپړه بدله کړې، هغه څه چې ورځپاڼې د تمې خلاف بللي او ویلي یې دي دغه وضعیت اوس په تېرو دوو لسیزو کې د ماشومانو د دې فلجوونکي او ساري ناروغۍ د بشپړه له منځه وړلو لپاره غوره فرصت رامنځته کړی.

راپور وړاندې د افغانستان په ختیځ کې چېرې چې په وروستیو کې د ګوزڼ ناورغۍ څو پېښې ثبت شوي د واکسینونو د یو وروستي کمپاین کیسه کوي چې واکسیناتوران د سړک پر غاړه د طالبانو د تالاشۍ له پوستو سره په موټرو کې په ناواکسین شویو ماشومانو پسې لټون کوي.

 

واشنګټن پوسټ همدارنګه زیاتوي چې په دې کال کې افغانستان کې د عامې روغتیا پر کمپاینرانو د کوم وژونکي برید راپور نه دی ورکړی شوی او دوی اوس ډاډمن دي چې هغو سیمو ته چېرې چې مخکې د واکسینونو کمپاینونه نه شو رسېدلی واکسین رسولی شي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو شلو کلونو کې طالبانو د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د کور په کور واکسینونو مخه نیولې وه او ډېره کله په هغو کسانو وسله‌وال بریدونه کېدل چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ ناروغۍ واکسین ورکول.

 

()

 

اینډیپینډینټ برتانوۍ ورځپاڼې بیا افغانستان ته د سیلانیانو په ورتګ یوه لیکنه کړې او د لوپین ټریول په نوم د یو سیاحتي شرکت د مشر «ډیلان هاریس »له خولې وايي، افغانستان وروستی ځای و چې نوموړي ورته د سیاحت لپاره د خلکو د ورتګ تمه لرله.

ورځپاڼه وړاندې لیکي د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته سفر "خورا زیات خطرناک" بللی دی.

خو هاریس اینډیپینډینټ ته ویلي، باور یې نه راځي چې په دې کال کې افغانستان د دوی په لېست کې یو له هغو هېوادونو څخه وو چې ډیر سیاحتي سفرونه ورته مخکې له مخکې پلورلي دي.

 

دې کمپنۍ مخکې هم افغانستان ته د سیاحت سفرونه برابرول، خو هاریس ورځپاڼې ته ویلي، کله چې ۲۰۲۱ م کال طالبان بیا واکمن شول، دوی دې هېواد ته د سیلانیانو استول بند کړل.

اینډیپینډینټ د هاریس له خولې زیاتوي، وروسته ورته څرګنده شوه چې افغانستان اوس د پخوا پرتله د سفر لپاره خوندي دی، ځکه په وینا یې هغو کسان چې دوی پخوا ترې ځان ساتلو اوس په دې هېواد واکمن دي.

هغه ویلي چې د راتلونکې کال لپاره یې افغانستان ته د اتو سیاحتي ډلو سفرونه لا دمخه پلورلي دي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوي نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ.