Dec 06, 2023 16:18 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د  نشه ایزو موادو د کښت او تولید کمیدا د هرکلی کوو

د ایران د  له نشه ایزو موادود سره د مبارزې د  کمیټې د نړیوالو   چارو  مرستیال ووئيل ، د ایران اسلامی جمهوریت  په افغانستان کې د نشه ایزو توکو د کښت او تولید د کمښت هرکلی کوي او هیله مند دی دغه مهم په عمل کې  هم محقق  شي او هغه ورځ راورسیږي، چې  سیمه  له هرډول اجتماعي  تاوانونو پاکه شي.

ایسنا خبری آژانس راپور راکړ،د ایران   له نشه ایزو موادو سره د مبارزې دکمیټې د نړیوالو چارو مرستیال  محمد زارعي له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په حوزې کې قرقزستان ته د ایراني پلاوي  د بریاؤ په باب  ووئيل،له نشه ایزو موادو سره د مبارزې  د مبارزې د فرعي کمیشن په شپږ پنځوسمې غونډې کې  چې په بیشکک کې ترسره شوي ،د نشه ایزو موادو د کښت او تولید  او دغه راز د صنعتي موادو  د له مینځه وړلو او ددوي په ځای د بل فصل د کښت  لپاره  دسیمه ایزو اونړیوالو ملګرتیاؤپه باب  د نظر تبادله شوې ده.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د بیشکک په غونډې کې د ملګروملتو له نشه ایزو موادو او  جرمونو سره د مقالې د دفتر نماینده  هم شتون درلود ووئيل،  ددغه دفتر دتر ټولو وروستیو راپورونو په اساس د افغانستان د طالبانو له  خوا  په اعلان شوي ممنوعیّت پسې  په افغانستان کې په ۲۰۲۳کال کې د کوکنارو کر تر ۹۵فیصدو پورې  کم شوی دی.

ښاغلي زارعي  ددې خبرې په کولو سره چې  په افغانستان کې په پرله پسې کلونو کې د  کوکنارو د کر او دنشه ایزو توکو تولید د کروندګرو لپاره د معاش یوه ذریعه  او د عایداتو یوه سرچینه ده روښانه کړه، سمه ده چې دددغې سپيرې ښکارندې له کښت څخه ډیره ګټه د مرګ د سوداګرانون  جیبونو ته ورځي ،خو باید د افغانستان د خلکو  اقتصادي او اجتماعي موضوعګانو او  ددې فصل په ځاي د بل فصل په کښت او د معیشت په تامینیدا هم توجه وشي  اوکه داسې نه وي ،نو ددغې ښکارندې د کښت د کمي موضوع یوه تل پاتې مسئله ګڼل کیدلی شي.  

 

ټیګونه