د ایران او جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142870-د_ایران_او_جرمني_د_بهرنیو_چارو_وزیر_سره_ټلیفوني_خبرې_وکړې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان د جمعې په ماښام د المان د بهرنیو چارو له وزیرې الینا بربک سره په ټیلیفوني خبرو کې په غزې د صهیونیسټ رژيم نسل وژنه وغندله.
(last modified 2023-12-09T01:39:03+00:00 )
Dec 09, 2023 06:05 Asia/Kabul
  • د ایران او جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان د جمعې په ماښام د المان د بهرنیو چارو له وزیرې الینا بربک سره په ټیلیفوني خبرو کې په غزې د صهیونیسټ رژيم نسل وژنه وغندله.

د ایرنا په وینا؛ امیر عبداللهیان او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې الینا بربک په ټیلیفوني خبرو کې د فلسطین د وروستیو تحولاتو او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.

حسین امیر عبداللهیان؛ په غزه او لویدیځه غاړه کې د ملکي خلکو، ښځو او ماشومانو د وژنو دوام ته په اشارې سره د بشري حقوقو په اړوند دغې مهمې موضوع ته د نړیوالې ټولنې د ځانګړې پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت او جرمني، کلتوري او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل: متقابل احترام او په بېلا بېلو برخو کې ګډو ګټو ته پاملرنه د اړیکو د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره اړینه ده او په دې برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت د تهران او برلین د اړیکو د پراختیا هرکلی کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم د فلسطین د کړکیچ او بحران ته په اشارې سره وویل: د غزې د کړکیچ حل یوازې د سیاسي لارې ترسره کېدای شي.

بربوک د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د اصولو د رعایتولو د ضرورت په بیانولو سره وویل: المان په سیمه کې د تاوتریخوالو د کمولو لپاره له ایران څخه د مرستې غوښتونکی دی.

په دې خبرو کې دواړو خواوو د قونسلګرۍ اړوند یو شمېر مسایلو په اړه خبرې وکړې او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د ډیالوګ د چینل د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ.