د افغانستاني ښاریزو د نویو کډوالومخنیوي ته باید پام وشي
مبینی وويل: خپل هيواد ته د افغان مهاجرينو د خپلې خوښې ستنیدا د پروګرام تطبيق په بيلابيلو وختونو کې د افغانستان او د کوربه هيوادونو د کورنيو شرايطو له مخې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر وویل: په خپلې خوښې ستنیدو سربیره نویو کډوالو مخنیوی او د هغو عواملو له منځه وړل چې د افغان ښاریزود اجباري مهاجرت لامل کیږي باید د افغان کډوالو لپاره د ستراتیژیکو حلونو د نوي او اصلي هدف په توګه په پام کې ونیول شي.
د ایرنا د راپور له مخې د ایران د مهاجرت د ملی ادارې مشر«عبدا... مبینی په جنیوا کښې د افغان مهاجرینو لپاره د حل لارې د موندلو په موضوع په ستراتیژیکه غونډه کښې زیاته کړه: افغانستان په وروستیو څو لسیزو کې د بهرنیو هیوادونو اد لاس وهنو په دلیل له اقتصادی مشکلاتو ، امنیتي او ټولنیزې ستونزو سره مخامخ دی او د جبري مهاجرینو اصلي مبدا نورو هیوادونو ته دی.
مبینی وويل: خپل هيواد ته د افغان مهاجرينو د خپلې خوښې ستنیدا د پروګرام تطبيق په بيلابيلو وختونو کې د افغانستان او د کوربه هيوادونو د کورنيو شرايطو له مخې له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د ایران د مهاجرت د ملي ادارې مشر څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو نړیوالو ژمنو په چوکاټ کښې هڅه کړې ده چې افغان مهاجرینو ته د امکان تر حده مناسب خدمات وړاندې کړي او په ځینو مواردو کښې یې له خپل عادلانه مسولیت زیاته ونډه ورکړی ده.
د ایران اسلامی جمهوریت له څلویښتو کلونو راهیسې د افغان مهاجرینو کوربه توب کړی او اوس څه دپاسه پنځه ملیونه په ایران کښې اوسیږی او د ایرانی ښاریزو په شان د ایران په اسلامی جمهوریت کښې له شته اسانتیاو ګټه پورته کوی.