د راسک خونړۍ پیښه او تر شا یې اهداف
جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې کسانو یې د جمعې په شپه په راسک ولسوالۍ کښې د پولیسو په قومندانۍ یرغل کړی دی.
د جمعي په شپه ترهګرو د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په راسک ولسوالۍ کښې د پولیسو په مرکز باندې حمله وکړه چې په کښې د یاد مرکز ۱۲ تنه پولیس افسران او عسکر شهیدان شول او یوشمیر نور هم زخمي شول.
جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې کسانو یې د جمعې په شپه په راسک ولسوالۍ کښې د پولیسو په قومندانۍ یرغل کړی دی.
له دغې ترهګرې حملې او په کښې د ۱۲ امنیتي ځواکونو له شهادت وروسته نن شنبه په ټول سیستان و بلوچستان ولایت کښې عمومي ویر او عزا اعلان شوې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: ترهګرې ډلګۍ او دښمنان دې پوه شي چې د آزمایلي ازمایل تیروتنه ده، دغه انقلاب د هیواد په دفاع کښې ډیر شهیدان ورکړي دي او په دې لاره کلک ولاړ دی.
دا اول ځل نه دی چې د هیواد په ختیځو سرحدونو کښې د سیستان و بلوچستان ولایت په خلکو او امنیتي ځواکونو باندې برید کیږي. له دې مخکښې هم د جیش الظلم په شمول مختلفو ترهګرو ډلو په سیستان و بلوچستان کښې په عامه خلکو او پولیسو باندې په بریدونو سره، ګڼ خلک په وینو کښې لغړلولي دي. خو دا چې په روانو حالاتو کښې داسې خونړۍ حمله وشي، د نړۍ او سیمې حالاتو ته په پام سره یې تر شا څو اهداف او عوامل لټوې شي.
وړومبی: د امریکې د زیات نه زیات دباؤ له ماتې وروسته د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د زیات نه زیات امنیتي دباؤ په لړ کښې فشار راوړل دي. په دې تحرکاتو کښې د امریکې، انګلستان او اسرائیلو ترمینځ پراخه ملګرتیا موجوده ده او هغوي د ایران شرقي، جنوبي او غربي پولې د خپلو جاسوسي او پوځي فعالیتونو مرکز ګرځولې دی ترڅو وکړې شي د دغو سیمو په تیره بیا د سیستان و بلوچستان امنمیت خراب کړي.
د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه په دې لړ کښې ډیر جاسوسان او ترهګر نیولي او سزا کړي دي. لکه څنګه چې په دې وروستیو کښې یې په دغه ولایت کښې د موساد په شمول د پردیو د جاسوسي ادارو لپاره د کار کولو په تور یو کس محاکمه کړی او د اعدام حکم یې ورکړی دی. تیهر میاشت هم له جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ سره د ملګرتیا په جرم د حمد براهویی انجمني، محمدکریم بارکزایی آکسون او د ادریس بیلراني د احدام حکم اجرا شو.
دویمه موخه، د اسللامي نړۍ په تیره بیا د ختیځو ګاونډیانو په شمول له خپلو همسایه و سره د ایران د اسلامي جمهوریت د غږملتیا خرابول دي. د ایران د اسلامي جمهوریت د دیارلسم حکومت یو وړومبیتوب د پاکستان په شمول له ګاونډي هیوادونو سره د تجارتي او پوځي ملګرتیاؤ او دوستانه اړیکو پیاوړې کول دي. په دې وروستیو میاشتو کښې له پاکستان او افغانستان سره د ایران اړیکې ډیرې ښې شوې دي. په دې لړ کښې د ایران او پاکستان د سرحدي چارواکو ترمینځ امنیتي غونډې شوې دي او سرحدي بازارچې جوړې شوې دي او له امله یې په ګډو پولو کښې نسبي ثبات هم پیاوړی شوی دی خو د سیمې دښمنان، دا ملګرتیا نه شي زغملی. په نتیجه کښې هڅه کوي چې په دا ډول بریدونو سره په یو بل باندې د دغو هیوادونو په چارواکو کښې بدګماني جوړه کړي او ترمینځ یې غلط فهمیو ته لمن ووهي.
دریم ټکی، په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د شیعه او سني او د بلوچ او فارس ترمینځ د اختلافاتو رامینځته کول دي. له یوې خوا د جیش الظلم په شان ترهګرې ډلګۍ په دروغه ځانونه د بلوڅانو استازي معرفي کوي او د هغوي د حقوقو خبره کوي په داسې حال کښې چې په خپلو بریدونو کښې بیګناه خلک وژني او له بلې خوا ځیني مذهبي شخصیتونه چې د دښمنانو د لاس آلې دي، هم په خپلو دوه اړخیزو او معنادارو څرګندونو سره هڅه کوي چې په سیستان و بلوچستان کښې مذهبي او قومي اختلافاتو ته لمن ووهي. خو د دغې سیمې د خلکو او چارواکو په هوښیارۍ سره یې دسیسې تراوسه شنډې شوې دي او کله ناکله په دا ډول خونړیو حملو سره، د خپلو ناکامو هلوځلو او اهدافو د کامیابیدو کوشش کوي.
لکه څنګه چې د ایران د کورنیو چارو وزیر په خپلې وینا کښې د وروستۍ پیښې په غبرګون کښې په دې خبرې سره چې زمونږ د جنګیالیو اراده به پرې نږدي چې ترهګر حتی یوه شیبه ارامښت ولري، وویل: دښمنانو هڅه وکړه چې د شیعه او سني ترمینځ تفرقه واچوي خو نن وینو چې شیعه او سني د یو بل ترڅنګ متحد او په یوموټې توګه د دې پيښې د شهیدانو په جنازه کښې موجود دي او د دښمن اقداماتو هیڅ ګټه نه ده کړې.
*/*/*/*/*/*/*/
لیک: عبدالرحیم درانی ژباړه: عبدالماجد درانی