د مرغومي د نهمې حماسه له ولایت سره د امت د میثاق اوبصیرت ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143982-د_مرغومي_د_نهمې_حماسه_له_ولایت_سره_د_امت_د_میثاق_اوبصیرت_ورځ_ده
د مرغومي نهمه ورځ هغه ورځ ده چې د خدای لښکر د شیطان په لښکر غالب شو.
(last modified 2023-12-30T07:27:51+00:00 )
Dec 30, 2023 11:56 Asia/Kabul
  • د مرغومي د نهمې حماسه له ولایت سره د امت د میثاق اوبصیرت ورځ ده

د مرغومي نهمه ورځ هغه ورځ ده چې د خدای لښکر د شیطان په لښکر غالب شو.

د دیارلس سوه اته اتیایم (۱۳۸۸)هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې نهمه یعني د دوه زره نهم میلادي کال د دسمبر د میاشتې دیرشمه نیټه د ایران د  ټولنې د جوړښتنو له ماتونکو کسانو د برائت په اعلانولو کښې د ایران د میلیونونو خلکو د سترو لاریونونو او فتنه ګرو عناصرو ته د ایران د خلکو د پریکنده ځواب د ورکولو یادونه کوي کومو چې د ولسمشرۍ د لسم پړاو په انتخاباتو کښې د درغلۍ په پلمه غلطه لاره غوره کړي وه.

د مرغومي د میاشتې نهمه نیټه د هغو خلکو د عزت ، خپلواکۍ او د بصیرت بیلګه ده چې د خپل ژوند تر پاې پورې د اسلامي انقلاب د ایډیالونو او د اسلام د اصولو د ساتلو لپاره ولاړ دي او په رسا غږ سره یې ویلي دي که دښمنان د دوې د دین په مقابل کښې ودریږي نو دوې به هم د ټولې دنیا په مقابل کښې ودریږي.

د مرغومي نهمه ورځ هغه ورځ ده چې د خدای لښکر د شیطان په لښکر غالب شو.

د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه په تهران او د اسلامي ایران په نورو ښارونو کښې د لسګونو میلیونو خلکو په شتون سره د ایران د اسلامي نظام سیاسي مشروعیت یو ځل بیا نړۍ ته اعلان شو.