په بریکس کښې د ایران رسمي شاملیدل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144106-په_بریکس_کښې_د_ایران_رسمي_شاملیدل
د بریکس په نوم د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادونو په ډله کې د جنوبي افریقا استازي وویل چې ایران، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، مصر او ایتوپیا به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې (د جدي له ۱۱مې) په رسمي توګه له دغه بلاک سره یوځای شي.
(last modified 2024-01-01T08:15:37+00:00 )
Jan 01, 2024 12:42 Asia/Kabul
  • په بریکس کښې د ایران رسمي شاملیدل

د بریکس په نوم د نړۍ د مخ پر ودې اقتصادونو په ډله کې د جنوبي افریقا استازي وویل چې ایران، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، مصر او ایتوپیا به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې (د جدي له ۱۱مې) په رسمي توګه له دغه بلاک سره یوځای شي.

انیل سوکلال د ایران، سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، مصر او ایتوپیا د لوړ رتبه استازیو شتون ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د بریکس په وروستۍ غونډه کښې چې د جنوبی افریقا په ډربن ښار کښې ترسره شوه، ټینګار وکړ چې د دغو هیوادونو په ګډون سره به د بریکس د غړیو شمیر دوه برابره شی.

په پام کې ده چې د بريکس هېوادونو د نويو غړو هېوادونو استازي د دغه اقتصادي بلاک په راتلونکې غونډه کې چې د جنورۍ په ۳۰مه (د سلواغې په ۱۰مه) په ماسکو کې جوړېږي، ګډون وکړي.

د برازيل، روسيې، هند، چين او جنوبي افريقا په ګډون اوسنيو غړيو دغه پنځه نويو هېوادونو ته چې مخکې يې د اګست په مياشت کې په دغه اقتصادي بلاک کې د شاملېدو غوښتنه کړې وه؛ بلنه ورکړه. په دې توګه، د نړۍ ځینې لوی انرژي تولیدونکي د بریکس په بڼه د خپلو ځینو لوی مصرف کونکو سره لیدنه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په وینا اوس شاوخوا ۳۰ هېوادونه غواړي چې د بریکس غړیتوب ترلاسه کړي.

د شنګهايي، بریکس او یوریشیا په شان سازمانونو او ارګانونو په چوکاټ کښې د څواړخیزو نړیوالو ملګرتیاؤ پراختیا او د اړیکې زیاتول، د سید ابراهیم رئیسي په مشرۍ د ایران د دیارلسم حکومت یوه کړنلاره ده، چې هم د سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تکل کښې ده او هم د امریکې له بندیزونو سره د مقابلې لپاره یوه لاره ګڼله کیږي.

د بریکس ګروپ د اهمیت یو مهم دلیل په نړیوالو چارو کښې اقتصادي چټکتیا او د هغې نفوذ چې د نړیوال اقتصاد له ظرفیت څخه له ۲۵ نه تر ۲۸ فیصدو پورې او همداشان بډایه انساني او طبیعي زیرمې دي.

د بریکس د غړو د اقتصادي او صنعتي بدلونونو بهیر ښودنه کوي د دې ډلې د جوړیدو د فکري بیخ بینا او خوځښت بنسټ، په راتلونکې څوقطبي نړۍ کښې د رول لوبونې او په نړیوال نظام باندې د واکمن اوسني نظم د ننګولو لپاره دی.

د بریکس ډلې هر یو غړی هیواد په خپلې سیمې کښې په سیاسي یا اقتصادي برخې کښې یو ښه لوبغاړی ګڼل کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی جغرافیایي موقعیت او د انرجۍ، ټرانزټ او تجارت په برخو کښې یې وړتیاوې، د نورو غړو پام ځانته اړولې شي.

یوه موضوع چې د ایران اسلامي جمهوریت د بریکس له نورو غړو سره د ګډ کار لپاره پلان کړې ده، د سوداګري او اقتصادي مبادلاتو او مالي همکاریو څخه د ډالر ختمونې موضوع ده.

اوس په نړۍ کښې په تیره بیا د ایران او روسیې په شان له بندیزونو سره د مخامخ هیوادونو له خوا د ډالر د ختمولو بحث، له مخکښې نه زیات د دنیا د هیوادونو د پام وړ ګرځیدلی دی. په حقیقت کښې په تیرو څو لسیزو کښې په خپلواکو هیوادونو باندې د دباؤ لپاره له ډالر څخه د امریکې استفاده، له هغو ډیرو مهمو عواملو دی چې هیوادونه یې اړ کړي چې په ډالر پورې له پيئلتیا پرته د مالي او سوداګري راکړوورکړو د ترسره کولو لپاره یوه لاره وي.

د سویلي افریقا د ولسمشر مرستیال پاول مچاټیل په دې برخه کې وویل، د بریکس غړي په عمده توګه پر ډالر د انحصار کمولو باندې تمرکز کوي. نن ورځ، نړۍ BRICS ته پاملرنه کوي ځکه چې دا په ډالرو باندې د انحصار کمولو لپاره د نړیوالو خبرو اترو په سر کې دی.

 BRICS ته د پاملرنې بله موضوع د غړو هیوادونو د اسعارو پراساس د "نړیوالو ذخیره اسعارو" فنډ رامینځته کول دي. BRICS هڅه کوي چې د یو نوي پراختیایي بانک او د اسعارو د ګډې زیرمې په جوړولو سره د لویدیځ مالي موسسو لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق سره مقابله وکړي.

ښکاره ده چې د لوېديځ سياسي او اقتصادي تسلط مخ پر کمېدو دی او نړۍ د څو قطبي کېدو پر لور روانه ده، د ايران، روسيې او چين په څېر تر بنديزونو لاندې هېوادونه اړيکې ټينګوي او پر لوېديځ تکيه کموي او حتی له تسلط څخه ځان خلاصوي. په دې وجه  تمه کیدی شي چې په بریکس کې د ایران غړیتوب، د نړۍ له نویو قدرتونو سره د سیاسي اړیکو سربیره، د اقتصادي پراختیا د پروګرام د پرمختګ، د نویو سوداګریزو شریکانو د جلبولو او همدارنګه د سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي او د ایران د اسلامي جمهوریت د نړیوال موقعیت د پیاوړتیا لامل شي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی