ایران د حزب الله د یوه قومندان ټرور په کلکه وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144464-ایران_د_حزب_الله_د_یوه_قومندان_ټرور_په_کلکه_وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د لبنان د حزب الله غورځنګ د یوه جهادي قومندان« وسام حسن طویل» په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژيم له ماجرا څخه ډک اقدام وغاند.
(last modified 2024-01-10T04:49:35+00:00 )
Jan 09, 2024 01:09 Asia/Kabul
  • ایران د حزب الله د یوه قومندان ټرور په کلکه وغاند

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د لبنان د حزب الله غورځنګ د یوه جهادي قومندان« وسام حسن طویل» په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژيم له ماجرا څخه ډک اقدام وغاند.

د لبنان حزب الله غورځنګ پرون وویل په «خربه سلم» سیمه کښې د دغه غورځنګ یو قومندان وسام حسن طویل چې

Image Caption

 

په حاج جواد مشهور و د قدس په لاره کښې شهید شو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د وسام حسن طویل د ټرور د غندلو په ترڅ کښې ترهګرو عملیاتو ته د صهیونیسټ رژیم مخه کول په پوځي اړخ کښې د دغه رژیم ښکاره پاتې راتلو او د کمزورتیا دلیل او د غزې تړانګې په شمول په میداني جنګونو کښې د اسرائیلو جعلي رعب ته د ورکړل شویو دردونکو ګوزارونو دلیل وباله.

کنعاني وویل دا ډول ورانکار اقدامات به هیڅکله ونه توانیږي په طوفان الاقصی عملیاتو کښې د اسرائیلو رژیم د نه ترمیم وړ ماتی او په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د فلسطین د ملت پرضد د اسرائیلو د دریو میاشتو د جنګ غوښتنې جبرانونکي ووسي.

صهیونیسټ رژيم د فلسطین د مقاومت ډلو د طوفان الاقصی له عملیاتو او دغو عملیاتو ته له غبرګون وروسته په غزې باندې حملې پیل کړي دي چې تراوسه دوام لري او له کبله یې څه د پاسه درویشت زره فلسطینیان شهیدان او کابو شپیته زره نور ژوبل شوي هم دي.