Jan 09, 2024 13:07 Asia/Kabul

د شیر و شکر په دې ننني پروګرام کې به هم یو فارسي ادیب چې سیلانی هم و دروپېژنو. تاسو ته بلنه درکوو

د شیر و شکر د پروګرام مینه والو زمونږ تاوده سلامونه ومنئ په دې هیله چې زمونږ له تېرو پروګرامونو مو ښه استفاده کړې وي یعنې هم مو فارسي ادیبان او شاعران پېژندلي او هم مو فارسي زده کړې وي په دې پروګرام کې به هم یو فارسي ادیب چې سیلانی هم و دروپېژنو. تاسو ته بلنه درکوو چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ.

*/*/*/*/*

په ناصر خسرو مشهور ابومعین ناصر بن خسرو بن حارث قبادیانی بلخي د ننني تاجکستان په قبادیان ښار کې وزېږېد.

هغه د فارسۍ ژبې لوی شاعر،  فیلسوف، حکیم او سیلانی و چې به هنري ډګر کې پر فعالیت سربېره یې  علمي فعالیتونه هم کول.

ناصر خسرو په یوې شتمنې کورنۍ کې چې ظاهرا په دولتي او دیواني چارو لګیا و لوی شو.  له دې امله چې ناصر خسرو له یوې شتمنې او دیوان سالارې کورنۍ و د محمود غزنوي د پاچاهۍ په وروستیو کلونو کې یې  دیواني کارونه پېل ړل او تر ۴۳ کلنۍ د سلطان مسعود غزنوي په دربار او  ابو سلیمان بیک داوود په دربار کې خپل کار ته دوام ورکړ. ناصر خسرو له هماغه وړوکوالي  د مخلتفو علمونو  شوق دلود او د هغه زمانې له ډېرو علمونو لکه فلسفې، نجوم، ستور پېژندنې، طب، معدن پېژندنې، اقلیدوسی هندې، موسیقۍ ، دیني علومو، انځورګرۍ، وینا والۍ او ادبیاتو ګټه پورته کړه.

 هغه په ۴۳۷ کال کې عجیبه شان خوب ولید چې سبب شو د دربار له ټولو کارونو لاس واخلي او حج ته لاړ شي. ناصر خسرو په خپل یون لیک کې دا خوب داسې لیکلی دی:« د دغه شرابو له څښلو چې د خلکو عقل زایلوي څه غواړې. که په هوش کې اوسې ښه ده، ناصر خسرو ځواب ورکړ: حکیمانو تر دې  ښه شی جوړ نه کړی شو چې د دنیا غم پرې غلط کړي، سړي وویل: حکیم نه شو ویلی هغه چاته چې خلک بې هوشۍ او بې عقلې ته بیایي. داسې شی پکار دی چې عقل او هوش زیات کړي. ناصر خسرو وپوښتل: دا به له کومه کړم؟ وې ویل: لټوونکی موندونکی دی، او قبلې لور ته یې اشاره وکړه،

 د ناصر خسرو په فکر کې د دغه خوب له امله لوی بدلون راغی، له شرابو او ټولو دنیاوي خوندونو یې لاس ووینځه په دیوان کې یې خپل کس پرېښود او د حج په سفر ووت. هغه اوه کاله په مختلفو سیمو منجمله

  آذربایجان، ارمنستان، وړې اسیا، حلب، طرابلس، شام، سوریې، فلسطین، جزیرة العرب، قیروان، تیونس او سوډان کې وګرځېده او درې یا شپږ کاله یې د اسماعیلیانو په پلازمېنه مصر کې استوګنه وکړه او له اسماعيلي مذهب سره بلد او د دغه فرقې په عقیدو مئین شو. لکه څنګه چې ډېر کلونه وروسته ناصر خسرو په اسماعیلي مذهب یو معتقد مومن شو او د هغوي له مشرانو وګرځېد.

 هغه په خراسان کې د اسماعیلیه دین د تبلیغ مامور شو، هغه خراسان چې د متعصبو سلجوقیانو تر ولکې لاندې و. همدا چاره سبب شوه چې سلجوقي درباریانو ډېر وځوراوه دغه ځورونې چې هم دربار و هم جاهلو عوامو کولې، دومره زیاتې شوې چې دغه لوی متفکر مجبوره شو  د افغانستان د بدخشان یُمګان یا یَمګان درې ته پناه یوسي او د عمر تر پایه هلته پاتې شي. هغه د بدخشان په ټولو کلیو کې وګرځېد حکیم ناصر خسرو د بدخشان په خلکو کې ډېر مقام درلود تر دې چې خلک یې د«حجت»، «سید شاه ناصر ولی»، «پیر شاه ناصر»، «پیر کامل»،  او داسې نورو نومونو یادوي. هغه په بدخشان کې د استوګنې په وخت ډېر شعرونه وویل او د جامع الحِکمتین په شان ډېر اثار یې ولیکل. سره له دې د غربت او یوازیتوب غم همېشه ځوراوه.

ناصر خسرو د شعر په  برخه کې هم د ایران له تکړه شاعرانو دی چې پر مختلفو علومو لاسبری یې په شعرونو کې معلوم دی. ناصر خسرو قبادیاني د حافظ او رودکي په شان ټول قرآن حفظ و او په اثارو کې یې د خپلو عقایدو د اثبات لپاره له قرآني ایتونو استفاده کړې ده. د ناصر خسرو سفرنامه یا یون لیک  د دغه لوی شاعر یو کتاب دی چې پکې روم، مصر حجاز او بین النهرین ته د خپلو اوه کلنو سفرونو یادښتونه پکې لیکلې دي  په دغه سفرونو کې څلور ځله د خدای کور ته تللی دی. د ناصر خسرو یون لیک په ۱۸۸۱ میلادي کال کې د شارل شفر په همت په فرانسې  ژبه وژباړل او په پاریس کې خپور شو. د هغه  د شعرونو په دیوان کې د فارسۍ او عربۍ قصیدې شاملې دي چې تر لسو زرو زیات بیتونه لري. روشنایي نامه، او سعادت نامه په موعظه کې او حکمت کې، او زادالمسافرین د دغه فارسي ژبې ادیب او حکیم له اثارو څخه دي.

 ×××××

اوس راځو د فارسۍ ژبې د نویو ټکو د زده کولو برخې ته:

فارسي

پشتو

فارسي

پشتو

فارسي

پشتو

زمان

وخت

مختلف،

مختلف ، بېلا بېل

متعدد

ګڼ ، زیات

توضیح دهید

وضاحت راکړئ

قدیم

زوړ، لرغونی

جهان،

نړۍ

ترجمه

ژباړه

حاصل

نتیجه، پایل

زمان های قدیم

لرغونې زمانې

خاطره

یاد

خاطرات              

یادونه یا خاطرات

مکتوب

لیکلی

سفر

سفر، یون

نوشتن

لیکل

مکتوب کرده است

لیکلی دی

سفرنامه               می نوشتند

یون لیک لیکه

کشور

هیواد

سرزمین

ټاټوبی

سفرنامه نویسی

یون لیکنه

بهترین

ډېر ښه یا غوره

زندگی

ژوند

زندگی کرده است

ژوند کړی  دی

رواج    

رواج یا دود

توضیح

وضاحت

آرامگاه

قبر یا مزار

،ادیب

ادیب

نقاط

ټکي، یا سیمې

توضیح دادن

وضاحت ورکول

شناخته شده

پېژندل شوی

 

 

 

 

                              په دوام کې د ریحانه او د هغې د پلار خبرو ته پام کوو د فارسۍ په جملو یې ښه غور وکړئ چې آغلې ساناز احساني به یې درته وړاندې کړي.

 ریحانه : پدر، در زمان های قدیم سفرنامه نویسی رواج داشته است ؟

ریحانه: پلاره، په پخوانیو زمانو کې سفرنامې دود وې؟

پدر: بله . بسیاری از افراد در نقاط مختلف جهان خاطرات سفرهای خود را می نوشتند.

پلار: هو، ډېر کسانو د نړۍ په مختلفو سیمو کې د خپلو سفرونو یادونه لیکل

ریحانه : لطفا بهترین سفرنامه ها را به من معرفی کنید که بخوانم .

ریحانه: مهرباني وکړئ ښه یون لیکونه راته راوښیئ

پدر: سفرنامه های بسیاری وجود دارد که تو میتوانی بخوانی اما بهتر است با سفرنامه ناصرخسرو مطالعه در این زمینه را آغاز کنی .

پلار: ډېر یون لیکونه شته دي چې لوستلې یې شې خو ښه ده چې د ناصر خسرو په یون لیک سره په دې اړه خپل مطالعه پېل کړې

ریحانه : پدر، لطفا درمورد این سفرنامه بیشتر توضیح دهید .

ریحانه: پلاره، مهرباني وکړئ د دغه یون لیک په اړه راته زیات وضاحت راکړئ

پدر:ناصرخسرو قبادیانی یکی از ادیبان فارسی زبان است که تجربه های حاصل از هفت سال سفرخود را مکتوب کرده است .

پلار: ناصر خسرو قبادیاني یو فارسي ژبې ادیب دی چې د خپل سفر د اوه کلنو تجربو نتیجه یې لیکلې ده.

ریحانه : او به چه کشورهایی سفر کرده بود ؟

ریحانه: هغه کومو هیوادونو ته تللی و؟

پدر: ناصرخسرو به سرزمین های مختلفی مانند ارمنستان، سوریه و طرابلس سفر کرده بود.

پلار: ناصر خسرو مختلفو ټاټوبو لکه ارمنستان، سوریې او طرابلس ته سفر کړی و.

ریحانه: پدر ، ناصرخسرو اهل کدام سرزمین بوده است ؟

ریحانه: پلاره، ناصر خسرو د کوم وطن و؟

پدر: او در شهر قبادیان از توابع بلخ متولد شد و در بلخ و بدخشان زندگی کرده است .

پلار:هغه د بلخ د خواوشا په قبادیان ښار کې وزېږېد او په بلخ او بدخشان کې یې ژوند کړی دی

ریحانه : آرامگاه او کجاست؟

ریحانه: د هغه قبر چیرته دی؟

پدر: آرامگاه حکیم ناصر خسرو در روستای یمگان واقع در ولایت بدخشان است.

پلار: د حکیم ناصر خسرو قبر په بدخشان ولایت کې واقع یمګان کلي کې دی

ریحانه : این ادیب ، آثار دیگری هم دارد؟

ریحانه: دغه ادیب نور اثار هم لري؟

پدر: بله دخترم ، حکیم ناصرخسرو آثار بسیاری به نظم ونثر دارد. در میان آثار این ادیب، سفرنامه او بسیار شناخته شده و به زبان های متعددی نیز ترجمه شده است .

پلار هو لورې، حکیم ناصر خسرو ډېر اثار په تېره بیا په نظم او نثر کې لري. په دغه اثارو کې د هغه یون لیک ډېر پېژندل شوی او په مختلفو ژبو ژباړل شوی دی.

اوس دهغه د یون لیم ځینې برخې دراورو:

"آبِ نیل از میان جنوب و مغرب می آید و به مصر می گذرد و به دریای روم می رود.

د نیل اوبه د سوېل او لویدیځ له مینځه راځي او مصر کې تېر او روم سمندر ته ځي.

 و آب نیل چون زیادت شود چندان می شود كه جیحون به ترمذ.

او د نیل اوبه چې زیاتې شي دومره شي لکه د ترمذ د جیحون اوبه

و این آب از ولایت نوبه می گذرد و به مصر می آید. و ولایت نوبه كوهستان است، و چون به صحرا رسد، ولایت مصر است

او دا اوبه له نوبه ولایته تېریږي او مصر ته راځي، او نوبه ولایت غرنی دی، او چې دښتې ته ورسیږي د مصر ولایت دی...

....و گویند كه نتوانسته اند كه منبع آب نیل را به حقیقت بدانند. و شنیدم كه سلطان مصر كس فرستاد تا یك ساله راه بر كنار نیل رفتند و تفحص كردند، هیچ كس حقیقت آن ندانست الا آنكه گفتند كه از جنوبِ كوهی می آید كه آن را جَبَل القمر گویند.."

او وایي چې هیڅوک د نیل اوبو د سرچینې له حقیقته نه دي خبر. او اورېدلې مئې دي چې د مصر پاچا یو کس ولیږه تر یوه کال د  نیل په غاړه لاړ او لټون یې وکړ، هیڅوک یې په حقیقت پوه نه شول مګر دا چې وې ویل چې د هغه غره له جنوبه راځي چې ورته جَبَل القمر وایي...»

**********************************  

لیک: میرمن ساناز احساني

ژباړه: عبدالرحیم درانی

 

ټیګونه