ایران او روسیه د جامع سټراټیجکې موافقې لاسلیکولو ته نزدې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145210-ایران_او_روسیه_د_جامع_سټراټیجکې_موافقې_لاسلیکولو_ته_نزدې_شوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي ماسکو ته د رسیدو په وخت وویل: ایران او روسیه د یوې ګډې هراړخیزې سټراټیجکې موافقې د لاسلیکولو په درشل ولاړ دي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 24, 2024 07:13 Asia/Kabul
  • ایران او روسیه د جامع سټراټیجکې موافقې لاسلیکولو ته نزدې شوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي ماسکو ته د رسیدو په وخت وویل: ایران او روسیه د یوې ګډې هراړخیزې سټراټیجکې موافقې د لاسلیکولو په درشل ولاړ دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي ماسکو ته د رسیدو په وخت وویل: ایران او روسیه د یوې ګډې هراړخیزې سټراټیجکې موافقې د لاسلیکولو په درشل ولاړ دي.

د ایران پریس د خبر له مخې، "علي اکبر احمدیان" چې د روسیې د ملي امنیت د شورا د منشي "نیکلای پاتروشف" په رسمي بلنه ماسکو ته تلی دی، نن به له خپل دغه همرتبه سره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د جامع موافقې په شمول د دوه اړخیزو مسائلو او همداشان به د غزې د موضوع په هکله خبرې اترې وکړي.

ښاغلي احمدیان د سیمې وروستیو بدلونونو او په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم جنګ ته په اشارې سره زیاته کړه چې دا سفر، د غزې وروستیو پيښو ته په پام سره، ځانګړی اهمیت لري په تیره بیا دا چې د صهیونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیانو وژله او د خلکو له محاصرې او د ژوند د امکاناتو او درملو له نشتوالي سره مل شوې ده او هیله ده چې د طرفینو په هلوځلو سره دغه جګړه بنده شي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي همداشان څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت او روسیې د سیمې د دوو سترو هیوادونو په توګه په تیرو کلونو کښې تل ګډې صلاح مشورې درلودلې دي.