د ایران خارجه وزیر د پاکستان امنیت د سیمې او ایران لپاره مهم وباله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i145454-د_ایران_خارجه_وزیر_د_پاکستان_امنیت_د_سیمې_او_ایران_لپاره_مهم_وباله
د ایران خارجه وزیر له خپل پاکستانی سیال سره په کتنه کې اعلان وکړ چي ایران او پاکستان ټروریزم ته د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د ورانولو اجازه نه ورکوي.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Jan 29, 2024 13:28 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د پاکستان امنیت د سیمې او ایران لپاره مهم وباله

د ایران خارجه وزیر له خپل پاکستانی سیال سره په کتنه کې اعلان وکړ چي ایران او پاکستان ټروریزم ته د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د ورانولو اجازه نه ورکوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اسلام اباد کې له خپل پاکستانی سیال جلیل عباس جیلاني سره، په ګډه خبري غونډه کې ویلي دي چي په وروستیو کلونو کې دواړو هیوادونو له ټروریزم سره په مبارزه کې زیات شهیدان وړاندې کړي دي.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه چي د دواړو هیوادونو په پولو کې ترهګرې ډلې له دریمګړي له خوا حمایه کیږي چي د ایران او پاکستان د اړیکو دښمنان دي.

عبداللهیان په ټینګار سره وویل چي مونږ په لوړ ږغ اعلان کوو چي ایران او پاکستان هیڅکله ترهګرو ته اجازه نه ورکوي چي د دواړو هیوادونو اړیکو او سرحدي امنیت ته زیان وروسوي.

هغه زیاته کړه چي د پاکستان حکومت د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده او له یو بل سره همکاري کوو څو د پاکستان دوست هیواد ته د رئیسي د سفر زمینه برابره شي.

د ایران خارجه وزیر نن د یوې جګپورې پلاوی په مشری اسلام اباد ته تللی دی چي د دې هیواد د خارجه وزیر له تود هرکلی سره مخ شو او ټاکل شوې ده چي د پاکستان د لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په شمول د دې هیواد له جګپورو چارواکو سره ملاقات وکړي.