په سیمې کې د مقاومتي چورلیز ډلې له ایرانه فرمان نه اخلي
په جینوا کې دملګروملتو په دفتر کې د ایران د نمایندګۍ مرستیال د صهیونیسټي رژيم د ملاتړو او دهغو کسانو په ځواب کې چې دغه رژیم د لازیاتو جنایتونو ترسره کولو ته لمسوي، ټینګار وکړ، په سیمې کې دمقاومت ډلې ټپلې له ایرانه دستور نه اخلي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د نمایندګۍ مرستیال مهدی علی آبادی په ۲۰۲۴کال کې د وسلو دختمولو د کنفرانس په دریمې غونډې کې چې په جینوا کې د ملګروملتو په اروپائي مرکز کې ترسره شوه ووئیل،وحشي صهیونیسټي رژیم د فلسطین د خلکو په ضد له خپلو جنایتون واو جرمنو څخه د توجهاتو د غړولو په موخې سره،د واقعیَتونو تحریفولو او پر نورو ئې تپلو ته مخه کړې ده .
دغه ایراني ډيپلوماټ زیاته کړې ده ،پر ډله ایزو وسلو د څارونکي بې وسلې کولو هیڅ یو ه تړون کې له غړیتوب پرته اسرائیلي رژیم په سپین سترګېتوب سره او ګواښونکي انداز سره خبلو ایټمی فعالیتون وته دوام ورکوي،داسې چې د قدس نیواکګر رژيم لومړي وزیرد تیر کال به ستمبر کې د نړیوالو قوانینو او اصولو په خلاف ایران په ایټمي حملې وګواښۀ.
هغه دغه راز ووئیل، په غړې تړانګې د جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژیم د انسان دوستۍ د نړیوالو حقوقو څرګنده خلاف ورزي په تیره بیا جنګي جنایتونه ، د بشریّت په ضد جنایتونه ، نسل وژنه ، قومي پاکونه او اجباري کوچول ددغه جنایتکار رژيم د وحشي خوي ښودنه کوي، چې باید نړیواله ټولنه دې په خود کې شي او د دغه ډول غیر انساني او غیر اصولي اقداماتو اوفعالیتونو مخه دې ونیسي .
د ایران استازي یو ځل بیا په سیمې کې له جهادي ډلو څخه دایران د ملاتړ په باب د صهیونیسټي رژیم د استازي دورپسې ادعاګانو په ځواب کې ووئیل، په سیمې کې د بحران ریښه د اسرائيلي رژيم په وسله په تیرو اوو لسیزو کې غیر انساني چلند او نیواکګري ده. په سیمې کې جهادي ډلې د ایران له اسلامی جمهوریته دستور نه اخلي ، په عین حال کې ایران دظلم ، نیواک او جنایتونو په وړاندې د سیمې د خلکو غوسه او کرکه او د راپورته کیدا مخه نشی نیولی.